چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / دقبايلي اصلاحاتو حکومتي او قبايلي جرګه بې پايلې سرته رسېدلې
Pakistani Prime Minister Shahid Khan Abbasi, speaks during their meeting with Secretary of State Rex Tillerson at the Prime Minister's residence, Tuesday, Oct. 24, 2017, in Islamabad, Pakistan. (AP Photo/Alex Brandon, Pool)

دقبايلي اصلاحاتو حکومتي او قبايلي جرګه بې پايلې سرته رسېدلې

د قبايلي اصلاحاتو په اړوند د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي او قبايلي مشرانو  د جرګې ناسته هم بې له کومې نتيجې پای ته رسېدلی او د قبايلو اصلاحاتو په اړوند پکې هيڅ پرمختګ نه دی شوی.

د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدين خان وايي “يو خو دغه د قبايلي مشرانو سپريم کونسل د مولانا فضل الرحمان د ګوند جوړه ډله ده او په دې کې هغه قبايلي ملکان شامل دي چې د حکومت نه باج (وظيفې) اخلي”.

نوموړي وويل “وزیراعظم له پکار وه چې دغه سپريم کونسل ته يې اهميت نه وی ورکړی او دا جعلي کونسل د قبايلو په استازيتوب نه دی سبا بل څوک هم دغه ډول کونسل جوړولی شي”.

شهاب الدين زياته کړه په سپريم کونسل کې د مولانا صېب د ګوند خلک ناست دي، دې کونسل ته اهميت ورکول يا نورې خبرې رامنځته کول دا د حکومت او مولانا فضل الرحمان هغه ضد دی چې د قبايلو اصلاحاتو مينځ ته یې راکش کوي.

د د وزيراعظم سره د فاټا سپريم کونسل په نوم ډلې د جرګې ناسته چې بې له کومې نتيجې پای ته رسېدلې د خبرو اترو د لړۍ په دوامداره ساتلو يې اتفاق کړی دی. او ياد کونسل وزيراعظم ته ويلي د قبايلي اولس په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدل نه غواړي بلکې ځانله پېژندګلو غواړي.

دهيواد نور ټول سياسي ګوندونه او خپله د قبايلو زياتره پارلیماني غړي وايي فاټا دې په سمدستي ډول خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډه شي، اېف سي ار دې ختم شي او قبايلو ته دې د سپريم کورټ او پېښور هايي کورټ غځولو سره په اېن اېف سي اېوارډ کې خپله پوره برخه ورکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: