دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / اقتصاد / دقبايلي سيمو کروندګر د اوږې په فصل کې تاوان سره مخ دي

دقبايلي سيمو کروندګر د اوږې په فصل کې تاوان سره مخ دي

د بنو په ګډون د ټولو جنوبي سيمو او قبايلي ایجنسيو کروندګرو ته د اوږې فصل کې زيات تاوان رسیدلی دی.

د بنو د اوږې بازار په ګرده جنوبي سيمه  کې د کاروبار په حواله يو ځانګړی شهرت لري. د بنو دغه منډوی نه اوږه د هيواد مختلفو سيمو ته لېږل کېږي، چې د زرګونو په شمېر خلک ورسره په کاروبار بوخت دي. خو د اوږې منډوی مشر ملک آیاز وايي چې سږکال کروندګرو دې فصل کې تاوان کړی دی دې ځای نه مونږ اوږه ګوجرانواله، کراچۍ، سکهر، لاهور، فیصل آباد او د پنجاب او سند په شمول يو شمیر ښارونو ته لېږو. روان کال کروندګرو من تخم په لس او یوولس زره روپۍ پلوره، خو  اوس په دوه نیم او درې زره روپۍ خرڅیږي

Lehsin2

 د بنو نه غير د لکي مروت ، شمالي وزيرستان او ايف ار بنو په ګډون د خوا و شا يو شمېر سيمو نه د خرڅ لپاره دلته اوږه راوړل کېږي. په دې اړه د اوږې سوداګر عرفان الله وايي ” د جنوبې سيمو نه علاوه د شمالي وزیرستان یو شمیر برخو کې هم اوږه زياته کرل کیږي او په جنوبي سيمو او ایجنسيو کې چې د اوږې څومره پيداوار وشې کروندګر يي د بنو منډوی ته راوړي

د بنو اوږې منډۍ یو ځانګړی شناخت لري

د اوږې د منډوی مشر ملک آیاز وايي د بنو اوږه د نورو سيمو په پرتله په بازار کې زیاته خرڅیږي چې يو سبب يې د اب هوا ښه والی ښودل کېږي. هغه وويل، د بنود ځمکو نور حاصلات، سبزۍ او مېوې هم په بازار کې ډېر خوښوونکي لري.

سږ کال که څه هم د اوږې د کمو نرخونو په سبب کروندګرو ته زيان رسېدلی، مګر را روان کال ته دوی د اوږې د لوړو نرخونو او زيات پيداوار اميدونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: