سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دمشرانو جرګې ځینې غړی وایې حکومت دې د یو شمېر دیني عالمانو دولت ضد تبلیغات بند کړي

دمشرانو جرګې ځینې غړی وایې حکومت دې د یو شمېر دیني عالمانو دولت ضد تبلیغات بند کړي

مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو غړی وايي چې ځیني دیني عالمان د جوماتونو له لارې د وسله والو مخالفیونو په ګټه او د دولت پرضد تبليغ کوي. د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ځینو جوماتونو کې دیني عالمان خلک د حکومت پر وړاندې جهاد ته هڅوي او همداراز خلکو ته وايي چې د امنیتي ځواکونو جنازې دې ونه کړي. د نوموړي په خبره، دغه دیني عالمان همداراز د حکومت وسله والو مخالفیونو ته مشروعت ورکويښاغلي صدیقي وویل:په ځینو جوماتونو کې د جمعې د لمانځه پرمهال دا ډول بحثونه مطرح کېږي چې د نظام په مقابل کې جهاد روا دی او یا دا چې د امنیتي ځواکونو او هغه کسان چې په نظام کې کار کوي، جنازې یې روا نه دي او په ورته وخت کې، د دې تبلیغ هم کېږي چې اوس جهاد پر ټولو فرض دیښاغلی صدیقي همداراز وايي چې دا ډول کسان د دیني عالمانو له نوم څخه ناسمه استفاده کوي او د ګاونډیو هېوادونو پروژې عملي کوي. د دیني عالمانو پر تبلیغ انقادونه له دې وړاندې هم شوي دي. ځیني انتقادونه بیا دا دي چې دا ډول تبليغ تر ډېره په هغو سیمو کې کېږي چې وسله وال مخالفین پرې حاکمیت لري. له دې وړاندې ان داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په ځینو جوماتونو کې د مدرسې طا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: