پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / دملګرو ملتونو په غونډه کې د امريکا ګواښونو ته ونه لیدل شول

دملګرو ملتونو په غونډه کې د امريکا ګواښونو ته ونه لیدل شول

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ نن د فلسطين په موضوع غونډه درلوده او د نړيوالې ټولنې ډېری غړو د امریکا د ګواښونو سربېره د ټرمپ د پرېکړې پر ضد د فلسطين په حق کې پرېکړه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطين استازی رياض منصور رسنيو ته ويلي، چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د رايو په قاطع اکثریت د فلسطين په حق کې د امریکا او اسرائیلو پر ضد رايه ورکړه.

د ښاغلي منصور په وينا ۱۶۳ هېوادونو د فلسطين دولت په ملاتړ او شپږو يې پر خلاف رايه ورکړه او يوولسو هېوادونو په رايې اچونې کې برخه وا نه خيسته.

د فلسطين سفير زياته کړه، چې د ملګرو ملتونو د د رايو د قاطعې پرېکړې معنا همدا ده، چې دوی د بیت المقدس او فلسطين په اړه د امریکا پر ضد د فلسطيني ولس ملاتړ کوي.

دغو هېوادونو په داسې حال کې د فلسطين په ملاتړ رايه ورکړې، چې تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی و، که هر چا د امریکا او اسرائيلو پر ضد رايه ورکړه، دوی به پرې مرستې بندې کړي.

ټرمپ ويلي و، چې دا خلک له موږ ميلياردونو ډالر اخلي او بيا به رايه هم د امریکا پر ضد ورکوي، خو د ټرمپ د ګواښونو سربېره يې د امریکا پر ضد رايه ورکړه او د امریکا ګواښونو ته يې ونه ليدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *