جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دننګرهار ولايتي شورا وايي د ازغن تار مخه دې ونيول شي

دننګرهار ولايتي شورا وايي د ازغن تار مخه دې ونيول شي

افغانستان ټرايبل ـ د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان سره په نامنل شوې پوله پراته ولايت ننګرهار صوبې ولايتي شورا د افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې د پاکستان له لوري د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو مخه ونيسي.

ولايتي شورا غږ کړی که حکومت يې په لسو ورځو کې په دغه اړوند کوم ګام پورته نکړ نو شورا به بيا په خپله ګام پورته کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا ګڼو غړو د يکشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې ويلي د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار شلمان، تورخم او دوربابا ولسوالۍ په پوله پاکستاني ځواکونه ازغن تار لګوي.

د ولايتي شورا مشر احمدعلي حضرت ويلي که د ملي وحدت حکومت د دغې چارې مخنيوي ونکړو نو د ختيځ ولسونه به د خپل سر په قيمت د دغه کار مخنيوي وکړي.

د ولايتي شورا استازو ويلي د ډېورنډ کرښه نه مني، او نه د ازغن تار لګول منلی شي. دوي د کرښې نه دې غاړې پاکستان لوري ته پرتو پښتنو باندې هم د ازغن تار د لګولو د مخنيوي غږ کړی او تار لګول يې د پښتنو ترمنځ دېوال بللی او پاکستاني چارواکو ته يې د سخت غبرګون خبر ورکړی دی.

د افغانستان د دولت له لوري په رسمي ډول په ډېورنډ ازغن تار لګېدو ته غبرګون نه دی ويل شوی.

راپورونه وايي په خوست کې هم قومي مشرانو ويلي د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګول د لر او بر پښتانه نشي بيلولی.

قامي مشرانو ويلي که څه هم افغان حکومت اوس د تار د مخنيوي توان نه لري خو پاکستان دې بايد دا ياد وساتي يوه ورځ به دغه ازغن تار په کباړ کې خرڅ شي. دوي د نړيوالو قوتونو نه هم غوښتنه کړې په کرښه دتار د مخنيوي په لړ کې د افغانستان مرسته وکړي.

راپورونه وايي ځيني قامي مشران او استازي د خپل افغان حکومت نه غوښتنه کوي که پاکستان سره يې د ازغن تار په لګولو کوم تړون کړی وي ملي خيانت يې کړی او بايد اولس ته په دغه اړوند خپل دريځ په ډاګه کړي. دوی وايي پاکستان سره د نامنل شوې کرښې موضوع ملي او ولسي موضوع ده او په دې اړه حکومتونه هېڅ ډول رول نه شي درلودی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: