دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۲۵داعش وسله وال وژل شوي

دننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۲۵داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان د ننګرهار ولايت ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې دهمدې ولایت په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د داعش ۲۵ وژل شوي دي.

په همدې اړه د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال دیوې خبري سرچینې سره دمرکې پر مهال ویلي ، چې تیره ورځ له غرمې وروسته بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په مرسته دهمدې ولایت د اچين ولسوالۍ اړوند د مامند درې په شين چوبي سيمه کې د داعش پر يو مرکز بريد کړی چې په کې ګڼه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

حسين مشرقيوال ویلي په دغه بريد کې د داعش وسله والو ۲۵ تنه  وژل شوي چې هغوی کې يو شمېر مهم داعشیان هم شامل وو. په دې بريد کې د داعش يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

 په دې اړه داعش وسله والو څه نه دي ویلي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: