د ننګرهارد والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي ، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د وزیرو تنګي په داړ او سکندره سیمو کې د داعشیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوي،چې له امله یې دوه داعشیان او د قوماندان اسمعیل،چې مشهور په فواد وو، په ګډون د وسله والو طالبانو درې غړي وژل شوي او درې نور داعش ټپيان شوي دي.
دیو بل خبر له مخې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه د نازیانو ولسوالۍ په چرچڼو ناو،نختر ناو او یو شمیر نورو سیمو باندې لس فیره د ډي سي توپ مرمۍ را توغول شوی دی،خو ځاني زیان نلري.
په همدې حال کې د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورم فارم په سیمه کې د وسله والو له لورې ځای پر ځآی شوی ماین د ملي امنیت منسوبنیو له لورې کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شو.
وسله والو مخالفینوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.