چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / دنیویارک پر ټکسي موټرو د ازاد بلوچستان شعارونه لګېدلي

دنیویارک پر ټکسي موټرو د ازاد بلوچستان شعارونه لګېدلي

له لندن وروسته بلوڅ نړیوالې ادارې د امریکا د نیویارک ښار په تر ټولو بوخته او مشهوره سیمه ټایمز چوک کې د خپلواک بلوچستان اعلانونه ولګول. دا ډله وايي، د ټایمز چوک په منځ کې په اشتهاري بورډونو سره د خپلواک بلوچستان هڅې کوي.
دا اداره وايي پوسټرونه به یې تر دریو ورځو- د نوي کال تر پیلېدلو- دلته لګېدلي وي.د بلوڅ نړیوالې ادارې وېبپاڼه کې لیکل شوي چې د نیویارک په خوار بوخته او مشهوره سیمه ټایمز چوک کې په دې هڅو سره امریکايي ولس د بلوچستان له ناوړه حالت خبروي.
دوی زیاتوي چې پر دړو له اعلان لګولو سربېره د نیویارک پر سلو ټیکسیو یې هم دا ډول اعلانونه لګولي دي.
په ټایمز چوک کې د خپلواک بلوچستان اعلان د کلیر چینل سپیکټا کلر کمپنۍ په دړه لګېدلی. دې کمپنۍ د خپلې دړې د مشهورتیا لپاره لیکلي دي:(شتمن خلک) لوستي- دلته راتلونکي خلک ۷۰ سلنه تر پوهنتون پورې زدکړې لري. ۶۶ سلنه یې د خپل ځای دي. نیویارک ته راتلونکي ۸۰ سلنه سیلانیان دلته راځي.
ټایمز چوک کې له درې ګړیو ډېر وخت تېروي.هره اونۍ له ټایمز چوک پنځه لکه ګاډي تېرېږي.
درې لکه نوي زره خلک په ټایمز چوک کې دفترونو کې کار کوي. د نیویارک ښار هوټل ۲۵ سلنه کمرې ټایمز چوک کې دي.
جنیوا او لندن کې ورته هڅې د بلوچستان نړیوالې ادارې تېر سپټمبر د سویس یا سویزرلېنډ د جنیوا ښار په ځینې سیمو او بسونو او نورو موټرو هم داسې اعلانونه نښلولي وو، چې د بلوچستان د خپلواکۍ او پاکستان کې له لږکیو سره د ناوړه چلند خبرې یې کولې.
د پاکستان حکومت د خپلواک بلوچستان د اعلانونو د هڅو له امله د سوېس حکومت ته شکایت وکړ او ترې ویې غوښتل چې په دې پاروونکې هڅه کې د ښکېلو کسانو پرضد سخت ګامونه واخلي.خو د سوېس حکومت د پاکستان غوښتنه پر ځای نه کړه، ځکه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د سوېس سفیر ور وباله او یو ځل بیا یې جنیوا کې د پاکستان خلاف هڅو له امله شکایت وکړ.
له جنیوا وروسته تېر نومبر د برتانیا پلازمېنه لندن کې هم پر ټیکسیو د خپلواک بلوچستان د اعلانونو په لګولو سره ورته هڅې وشوې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت برتانیا ته په شکایت سره وویل، چې دا هڅې د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا نېغ تېری دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: