په کابل کې د هندوستان سفیر منپریت ووهرا ویلي چې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته دغنمو او نورو سوداګریزو توکو لیږد ته لا پراختیا ورکوي او دا لړۍ به همداسې روانه وساتي.
د سفیر په خبره، چې د چابهار بند له لارې د افغانستان او هند د اقتصادي اړیکو ښه والي پر پاکستان منفي اغیز کړی دی.
د هند سفیر ژمنه وکړه، چې ډیر ژر به له سوداګریزو توکو بار ۷ بیړۍ د همدې لارې افغانستان ته ورسیږي.
څو اونۍ وړاندې د دې بندر له لارې افغانستان ته د هند ۱۵ زره مټریک ټنه غنم ولیږدول شول چې افغان چارواکو د پریکړې تر مخې، له دې غنمو څخه به په بیړنیو حالاتو کې کار اخيستل کیږي.
اوسمهال د دغه بندرلومړۍ برخه فعاله شوې چې په یوه وخت کې د ۸۰ تر۱۰۰ ټنو پورې توکو د ځای ظرفیت لري.
د ترانسپورت وزارت ویلي چې د چابهار بندر لار د نورو هغو په پرتله اقتصادي او ارزانه تمامیږي. د دې وزارت چارواکي وایي چې له دې لارې د سوداګریزو توکو په هر کانټینر د نورو لارو په پرتله ۱۰۰۰ ډالره کم لګښت راځي.
دیادونې وړ ده چې د چابهار بندر هوکړه یونیم کال وړاندې، د افغانستان، هند او ایران د دولتونو د چارواکو ترمنځ وشوه.
وروسته تر هغه چې پاکستان د افغانستان سوداګریزو توکو پر مخ خپلې ترانزیټي لارې وتړلې، نوي ډهلي او کابل د اقتصادي اړیکو لا پراختیا لپاره هوایي او ځمکني لارې پرانیستې چې چابهار د بندر خلاصون او له کندهاره د میوو د لیږد هوایي ترانزیټ پکې شامل و.
تېرکال هند د چابهار بندر د پراختیا لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې پر دې بندر به د ریل پټلۍ او سړکونو جوړولو ترڅنګ د خونو جوړول او بر دې لاره سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرول به یې له لویو پروګرامونو څخه وي.