پاكستان ويلي دي د هند د توغندويي ازميښتونو سره به سيمه كې د وسلې نوې زغل پېل شي. خو مبصرين وايي پاکستان کلونه کلونه سيمه ناامنه کړې، خو پاکستان داسې ګڼي چې هېڅوک د دې ملک د پوځي او استخباراتي ادارو په نيتونو نه پوهېږي.
په داسې حال کې چې پاکستان کې روزل شوي وسله وال د نړۍ د هرې برخې لپاره ګواښ دي، پاکستاني چارواکي وايي د هند د توغندويي نطام ارادې د سيمې د سلامتيا لپاره خطره ده.
پاکستان چې هند ته د خپل ستر دښمن هيواد په نطر ګوري، وايي هند د توغندويي ازميښتونو له لارې د سرلوړۍ هڅه کوي.