جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / دومره ځمکې به وي چې راستنېدونکو ته وويشل شي؟

دومره ځمکې به وي چې راستنېدونکو ته وويشل شي؟

حکومت بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د نوو کړنلارو پر بنسټ د ځمکو د وېش خبره کړې، خو په تېرو نېږدې څو کلونو کې په ټولو ولايتونو کې د ځمکو او ډاګونو د تالان مافيا د خلکو په اند په دومره لويه اندازه ځمکې ونيولې چې اوس پکې کډوال نه شي ځاېدلی.

خو سره له دې په دې تازه ناسته کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شوې، د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور او د کډوالو په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار خیبر فراهي راستنېدونکو ته د ځمکې د وېش د څرنګوالي او د کډوالو د ښارګوټو جوړولو  د معیارونو او موډلونو په اړه خبرې وکړې.

جمهوررئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته، د کډوالو او راستنېدونکو اړوند بنسټونو پر موثریت او شفافیت ټینګار وکړ وې ویل، پخوا د ښارګوټو د ځمکو د وېش په برخه کې ستونزې وې او مونږ باید راستنېدونکو ته د ځمکو د وېش لپاره روښانه طرحه ولرو.

جمهوررئیس د ځمکې بانک او د راستنېدونکو بانک پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ وویل¸ د دغو معلوماتي بانکونو په جوړېدو سره کولای شو د مشخصو معیارونو اودرجه بندۍ پر بنسټ مستحق اشخاص تشخیص او ځمکې ور ووېشو.

د هېواد جمهوررئیس مستحقینو ته د ځمکې په وېش کې د شفافیت په اړه خبرې وکړې وې ویل، په اړوندو بنسټونو کې باید د فساد مخنیوی وشي.

ټاکل شوې د کډوالو عالي شورا په راتلونکې غونډه کې په دې اړه تفصیلي خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *