شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دپاکستانيو طالبانو قوماندان دافغانستان په کونړ کې وژل شوی

دپاکستانيو طالبانو قوماندان دافغانستان په کونړ کې وژل شوی

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د پاکستانيو طالبانو یو قوماندان د چاودنې له امله وژل شوی. په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د وسله والو یو لوړپوړی قوماندان چې جان ولي نومیده او مشهور په احمد شینا و، تېره ورځ د ماین د چاودنې له امله وژل شوی دی.
د سیلاب قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې احمد شینا د کونړ ولایت د شلطن ولسوالی اړوند په تاغه څیری سیمه کې هغه مهال ووژل شو کله چې وسله وال د سړک په غاړې د ماینونو په ښخولو بوخت وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان دښمنان له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسسه ورکړی او له دې امله هڅې کوي ترڅو د ماینونو په ښخولو سره بې ګناه خلک په نښه کړي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې په پاکستان کې ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې احمد شینا د پاکستان تحریک طالبان یو لوړپوړي قوماندان و چې تېره ورځ د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: