چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / دپاکستانيو مدرسو طالبان دپاکستاني پوځ ارزانه سرتېري

دپاکستانيو مدرسو طالبان دپاکستاني پوځ ارزانه سرتېري

د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید باجوه اعتراف کړی چې د پاکستان په دیني مدرسو کې ترهګر روزل کېږي او باید پرمدرسو څارنه زیاته شي. پوښتنه داده چې ښاغلی باجوه اوس پردې پوه شوی که پخوا هم پوهېده چې په لسګونه زره مدرسو کې له څه وخت راهیسې څه تېرېږي؟

د پاکستان اړوند ادارو د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې له ۲۰ زرو زیاتې ثبت او راجستر مدرسې شته خو ځینو سرچینو بیا د راجستر او غیر راجستر مدرسو شمېر له پنځوس زرو هم زیات اټکل کړی دی، دا داسې مهال دي چې دا شمېر ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی. یوازې د راجستر مدرسو زده کونکو شمېر ۲ میلیونه ښودل شوی خو که غیر راجستر ورسره جمع شي نو شمېر یې له پنځه میلیونه هم اوړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې د ټول هېواد په کچه څه باندې ۱۷ زره دولتي او خصوصي ښوونځي شته خو په پاکستان کې په ښکاره خو یوازې ددیني مدرسو شمېر د افغانستان د ټولو ښوونځیو په پرتله درې برابره زیات دی. پوښتنه داده چې ددغو مدرسو فارغان کومې اړتیاوې پوره کوي، په دغه هیواد کې څو میلیونه جوماتونه شته چې د دومره شمېر مدرسو فارغان په کې ملایي وکړي.

روښانه ده چې نه د مدرسو دغه ټول فارغان جوماتونو کې د امامت له پاره روزل کېږي او نه هم هغوی په مدرسو کې یوازې دیني زده کړې کوي بلکې دا مدرسې د پاکستان پراختیا غوښتنې سره سره په افغانستان کې د خپل ستراتېژیک عمق ترلاسه کولو، له هندوستانه د کشمېر جلا کولو او په پاکستان پورې د هغه(کشمیر) تړلو او هم د هند کمزوري کولو لپاره رامنځ ته شوی دي.

پاکستان د مدرسو په رنګ کې خپل دې ارزښتناک او خطرناک پوځ ته خورا زیات ارزښت ورکوي دا ځکه چې ښایي لږ لګښت یې د پاکستان حکومت پرغاړه وي نور ټول لګښت یې د پاکستان دننه او بهر کې ځینې کړۍ ورکوي، ښایي ځینې ناخبره کسان هم د اسلامي عقیدې له مخې پاکستاني مدرسو ته بسپنه ورکړي خو ددغو کسانو شمېر په نشت شمار دی.

تر دې اخوا د پاکستاني مدرسو مشران په روژې میاشت کې سعودي عربستان، کویټ او د خلیج نورو بډای هېوادو ته ځي او د مدرسو لپاره ذکاتونه، سرسایې او نور خیراتونه راټولوي چې بیخي زیاتې پیسې کېږي.

د پاکستان د همدغو مدرسو زده کونکي په افغانستان، کشمیر، د هندوستان نورو سیمو، منځنۍ اسیا، قفقاز، منځنۍ ختیځ، شمالي افریقا او نږدې ټوله نړۍ کې په یو نه یو ډول ترهګریزو کړنو کې ښکیل دي. د خدام الدین په نوم د پاکستاني پنجاب یوې مدرسې مشر ویلي چې ده یوازې له خپلې مدرسې ۱۵ جګړه مار کشمیر ته د جګړې لپاره لېږلي.

د باجوه دا خبره چې د پاکستان په دیني مدرسو کې بنسټپالي روزل کېږي او پر مدرسو باید څار زیات شي، هسې تصادفي خبره نه بلکې یو حسابي پلان او پروګرام یې ترشا پروت دی.

یو وخت د پاکستان پوځي حکمران جنرال پرویز مشرف ورته څرګندونې کړې وې او ګټه یې هم کړې وه. کله چې په ۲۰۰۴- ۲۰۰۵ کلونو کې په اروپا او نوره نړۍ کې پرله پسې ترهګریز بریدونه وشول او څه ناڅه د ټولو رېښه په یو نه یو ډول د پاکستان مدرسو ته ورسېده، نو مشرف د یو حساب شوي پلان له مخې پر مدرسو کلکې نیوکې وکړې او اعلان یې وکړ چې دغو مدرسو د پاکستان نوم بد کړی او بايد راجستر شي.

په پاکستان کې د شته مدرسو او په هغو کې د رزګونو زده کوونکو په اړه تازه اندېښنې داسې وخت راپورته کېږي چې همدا اوس د ژمي په پيل کيدو سره زيات شمېر طالبان د درسونو لپاره ورمات شوي دي. سرچينې وايي دا هماغه طالبان دي چې په پسرلي، اوړي او مني په موسمونو کې د افغانستان جګړه مخته وړي او اوس د ژمي په رارسيدو سره خپلو مدرسو ته ځي. روښان زرغون

يادونه: په ټرايبل نيوز خپرېدونکې ليکنې د ليکوالو نظر دی، دټرايبل نيوز همغږي ورسره شرط نه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: