چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / قبايل / دپاکستاني پوځ دښمنه ډله په دوو جبهو کې راڅرګندېږي

دپاکستاني پوځ دښمنه ډله په دوو جبهو کې راڅرګندېږي

د جماعت الاحرار سخت دریزې ډلې څخه جلا شویو قوماندانانو د یوې نوې ډلې د جوړیدو اعلان وکړ. د دې نه وروسته به د پاکستاني پوځ تر ټولو سخته دښمنه ډله په دوو جبهو کې فعاليتونه کوي. د څو ورځو راهیسې په جماعت الاحرار تنظيم کې د راپورته شوي کړکیچ د زیاتوالي له کبله دغې ډلې یو بل جنګي ګروپ هم جوړ کړ.
مکرم خراسانی چې د عمر خالد خراساني نږدې ملګری و، څو ورځې وړاندې یې د جماعت الاحرار په پالیسۍ د سختو نیوکو له امله دغه ډله پریښوده او په ټولینزه رسنو کې یې په یوه بیان کې وویل چې دوی به ډیر زر یوه نوې ډله جوړه کړي.
نوموړي د جماعت الاحرار ډلې له کسانو وغوښتل چې له دوی سره شي چې په همدې مهال کې پرې برید وشو د دغې برید په پایله کې مکرم خان ټپي شوی و او د ملګرو په مرسته د جماعت الاحرار ډلې نه خوندي وساتل شو.
د دغې نښتې نه وروسته د مکرم خان سره د نورو کسانو ملاتړ زیات شو او د جماعت الاحرار مهم قوماندانان هم د مکرم سره یو ځای شول چې په دغه کسانو کی یو مشهور قوماندان جهادیار محسود چې د جماعت الحرار تنظیمي قومندان و، هم يوځای شو.
يو بل کس چې مسلم یار په نوم و او د مالي برخې مسول وو هم په دغو کسانو کې و او دجماعت الاحرار د سیاسي کمیټې مشر حاجي رشيد پکې شمار وو. پر دوی سربېره عمران اورکزی چې د مومندو ایجنسۍ د میچنۍ مسول وو او قاری اسمعیل افریدی چې د نظامې کمیټې مهم غړی وو، د مکرم سره د نوي تنظیم حزب الاحرار په نوم تشکیل کې يو ځای شول. دوی په هغو سيمو کې خپل تسلط ټينګ کړ چې وړاندې د جماعت الاحرار ډلې سره وې.
جماعت الاحرار تنظيم اوس دوه تقسیمه شو، اوس داسې ښکاري چې دغه ډله کمزورې شوه ځکه پخوا به په یوه اوونۍ کې د دوی د څو لويو بریدونو راپورنه ورکول کیدل، مګر اوس يې هغه طاقت ندی پاتې. بل لورته د حزب الاحرار ډلې خپله تګ لاره او پالیسي نده روښانه کړې، مګر په ويډیوي بیانونو کې داسې ښکاري چې دپاکستان پر خلاف یې پالیسي ډیره سخته ده.
په يوه ویډیو کې چې د حز ب الاحرار قوماندانانو خپره کړې د جماعت الاحرار ډلې ځینې نیمګرتیاوې په ګوته شوي او د دوی هغه لوی لوی کارونه یې ناروا بللي دي، په کومو کې چې صرف عوام وژل شوي وو، لکه واهګه بارډر او ګلشن اقبال پارک کې چی کوم بې ګناه خلک ووژل شول. همدا رنګه په مردان کې د نادرا پر دفتر برید چې یوازې پکې عام خلک ووژل شول. ددې تر څنګ په عیسويانو برید او په نورو مذهبی عقلیتونو باندې بریدونه چې پړه یې دوی پر خپله غاړه اخیستې وه. په دې بيانونو کې عوامو خلکو سره بد چلند ددغه تنظيم د ويشلو سبب ګڼل شوی.
همدا راز په ویډیو کې د مسلم یار په نوم د جماعت الاحرا ر پخواني قوماندان هم په جماعت الاحرار باندې انتقادونه وکړل او دا یې هم وویل چې مونږ به له نورو هغو ډلو سره مرسته وکړو، چې دپاکستان پر خلاف جنګیږي.
په ویډیو کې یې د کوم خاص تنظیم نوم نه دی ذکر کړی، خو ټرایبل نیوز ته یو مهمې سرچینې ویلي دي چې د عمر خالد خراساني په ګډون د دوی د ګروپ ځینو غړو د امارت اسلامي طالبانو سره لیدلي او دا ټول کارونه یې د هغو په اشارو کړي دي. د حزب الاحرار سره یوځای شوی قوماندان جهاد یار هم په ټي ټي پي باندې نیوکې کړي دي چې د شنونکو په وینا د ا ټول کارونه د امارت سره په مشورې ددې لپاره شوي چې د جماعت الاحرار ډله کمزورې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: