شمالي وزيرستان ميرانشاه کې دپاکستاني پوځ چيک پوسټ باندې نامعلومه وسلوالو حمله کړې چي پکې د کيپټن پشمول دوه اهلکار وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د پاکستاني پوځ د سرچينو په وينا وسلوالو کسانو نن سحر علي خيل سيمه کې د امنيتي پوځ چيک پوسټ باندې ډزې کړي چې له امله يې امنيتي اهکارو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې زياتوي چې ژوبل شوي اهلکار د ميرانشاه روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې پړه نه ده منلې.
تر دې وړاندې هم په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ پر کاروانونو او پوستو باندې بريدونه شوي او ګڼ شمېر پوځيانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده