جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / قبايل / دپاکستاني پوځ مشر، د ترهګرو ځالې او دينې مدرسې په يوه تله تللي

دپاکستاني پوځ مشر، د ترهګرو ځالې او دينې مدرسې په يوه تله تللي

د پاکستاني پوځ مشر په ديني مدرسو کې د زده کړو د ښه والي غږ کړی، خو مبصرين وايي پوځ له مدرسو سره څه تړاو لري، چې پکې د زده کړو د ښه والي خبره کوي؟ دوی وايي پاکستانی جنرال به د ترهګرو ځالې د مدرسو په نوم يادوي، ځکه تر دې اخوا د پوځ د مدرسې له نوم سره هېڅ تړاو نه ليدل کېږي.

د ډان ورځپاڼې له مخې پوځ مشر ويلي په تېرو څلورو لسيزو کې د عصري ښوونځيو په پرتله بلوچستان کې دينې مدرسې ډېرې جوړې شوي دي” په ديني مدرسو کې یواځې ديني زده کړې ورکولی شي ځکه زده کوونکي يې د پرمختيا په زغل کې وروستو پاتې کيږي”.

د رويټرز ترمخه جنرال باجوه ويلي، دا وخت په ديني مدرسو کې د دوه سوه پنځوس زرو نه زیات زده کوونکي دي، دوی به څه جوړيږي؟ هغه پوښتنه کړې چې دوی به مولايان جوړيږي که ترهګر؟ هغه ويلي دا امکان نه لري چې دومره جوماتونه جوړ کړی شي چې دوي پکې ځای شي.

هغه ويلي د تعليم ټيټ معيار د ملک ۲۰۷ملينه ابادي په شا بوځي په ځانګړي ډول د مدرسو زده کړې.

هغه ويلي “په دوي کې زياترو ته د دينياتو زده کړې ورکړی کيږي نو د دوي موقع څه ده؟ او په ملک کې د دوي راتلونکی به څنګه وي؟”.

نوموړي يوه میاشت وړاندې هم په يوه وينا کې ويلي ؤ، دینې مدرسې اصلاحاتو ته اړتيا لري، او مدرسو له به هم خپلو زدكوونكو ته د ټولنې ګټور غړي جوړول اړين وي.

په پاکستان کې د پخوا راهسې په دیني مدرسو دا تور لګي چې دوی ځوانان سخت دریځۍ ته اړکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *