پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / پښتو ادب / دپاکستانی پوځ پر ضد دپښتنو ليکوالو پرېکړه، يوه بله حيراني

دپاکستانی پوځ پر ضد دپښتنو ليکوالو پرېکړه، يوه بله حيراني

“زمونږ ټول زور په شاعرۍ کې د انقلاب په چغو پای ته رسي، عمل نشته، ان تر دې چې مترقي قلندر مومند او صوفي حمزه شينواري هم د پښتنې سيمې د موجوده صورتحال د ذمه وار ضيا الحق نه اېوارډونه اخستي دي”
دوو پښتنو ليکوالو د اباسين ارټس کونسل پښتونخوا د خاص پوځي میلمه میجر عامر په لاسو د ایوارډونو (جایزو) اخستلو نه انکار کړی دی. د دواړو ليکوالو فیصل فاران او ډاکټر همدرد یوسفزي د پخواني پوځي افسر نه جایزه نه اخستلو پرېکړې په ټولنيزه میډیا بحثونه راپارولي دي.
په ټولنيزو رسنیو ځينو دغه انکار یوه مېړانه او پوهه بللې ده. په ټولنيزو رسنیو کې راغلي دي دغه انکار د پښتنو په خاوره تندروۍ ته د ودې ورکوونکو په مخ توده څپېړه ده.
​اديب، شاعر، نقاد او ليکوال، فیصل فاران، د پښتون مجلې پېښور ايډيټر او په باچا خان ريسرج مرکز کې ډائرېکټر دی. ښاغلي ته اباسین ارټس کونسل په شعري مجموعه “لا کلام” باندې د ۲۰۱۷ د بهترين شاعر ایوارډ ورکولو تابيا کړې وه
ښاغلي فاران رسنيو ته وویل، ده د مېجر عامر په لاس د ایوارډ د اخستلو څخه انکار ځکه وکړ، چې میجر عامر د پښتنو په سيمه د اوسنۍ انتهاپسندۍ او مذهبي کرکې خورولو کې د خپل کردار نه انکار نه کوي او په دې وياړ کوي چې دا کار یې د رياست د تحفظ لپاره کړی دی. ښاغلی فاران وويل: ” دا زما د نظريې “باچا خانۍ” برخلاف سوچ دی ، ما ته په دې باندې د يو شاعر ليکوال په توگه د احتجاج حق شته دی”
اباسين ارټس کونسل بل پښتون اديب ډاکټر همدرد ته د هغه د افسانو په کتاب چیندرو جایزه ورکوله. د چېندرو کتاب ليکونکی ډاکټر همدرد وايي د میجر عامر په لاس یې جایزه ځکه وا نخستله چې د پښتنو په سيمه په زياته شوې تندروۍ کې هغه کردار لوبولی دی.
ډاکټر همدر رسنيو ته په خپل ليکلي شوي ځواب کې ويلي دي: “مېجر عامر نه ایوار‌‌‌‌‌‌ډ نه اخستلو غټه وجه د هغوی د انتها پسندۍ فرقه واریت په دې وطن کې د عدم برداشت د رویو په وده کې د هغه کردار دی”
د ښاغلي فاران په خیال په پښتنو ليکوالو کې د احتجاج او د حق خبرې کولو بنيادي فکري روايت ختم شوی دی: “زمونږ ټول زور په شاعرۍ کې د انقلاب پۀ چغو تمامېږي ان تر دې چې مترقي قلندر مومند او صوفي حمزه شينواري هم د پښتنې سيمې د موجوده صورتحال د ذمه وار ضيا الحق نه اېوارډونه اخستي دي”
د اباسين آرټ کونسل دريځ: اباسین ارټس کونسل د پښتونخوا نيمه صوبايي اداره ده چې د ډرامې، موسيقۍ، ادب او مصورۍ د ودې لپاره کار کوي. دا اداره هرکال په اردو ، پښتو ، هندکو او نورو قامي ژبو کې ليکل شوو لسو کتابونو ته جایزې ورکوي.
د ادارې اوسني اعزازي مشر او پخواني براډکاسټر مشتاق شباب ويلي: “فیصل فاران او د هغه ملگري نه یواځې دا چې دمیجر عامر توهين وکړ، بلکې د ادارې د دېرشو کالو روایت ته یې هم زیان ورسولو”
د میجر عامر دريځ: مېجر عامر د اباسین ارټس کونسل غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د هغه پلار شېخ القران مولانا طاهر سره د باچا خان ناسته پاسته وه هغه وويل: “مولانا طاهر په خپل وخت کې د باچا خان خلاف د کفر د فتوی ورکولو نه انکار کړی و”
کله چې فیصل فاران او ډاکټر همدرد دريځ ته دجاېزې اخستلو لپاره وبلل شول، نو ښاغلي فاران هلته وينا وکړه او د جایزې اخستلو څخه یې انکار وکړ.
میجر عامر څوک دی؟
مېجر عامر د پاکستان په پوځ کې میجر و او د پاکستان د زاړه پالي پخواني وزيراعظم نوازشريف نېږدې ملگری دی. میجر عامر په ١٩٨٩ کې دیو سیاسي حکومت د نسکورولو د ناکامه او بدنامه سازش څخه وپېژندل شو.
یو شمېر پاکستاني مطبوعات د پوځي چارواکو په حواله وايي میجر عامر د خپل استاد بریگیډیر امتیاز سره په شريکه د جنرل اسلم بیگ په وینا د هغه وخت د منتخب وزیراعظمې بینظير بټو د واک نسکورولو لپاره د اپریشن میډ نایټ جیکال منصوبه جوړه کړې وه.
د میجر یوه بله پېژندگلو د هغه پلار مولانا طاهر دی . مولانا طاهر د پنج پيري په نوم مشهور دی او په صوابۍ کې یې مشهوره مدرسه ده چې اوس یې د هغه بل ځوی مولانا طيب مشر دی. دسوات د شریعت نفاذ محمدي مشر صوفي محمد او د طالبانو اوسنی مشر فضل الله هم په فکري توگه د پنج پير د سلسلې مننونکي دي او په خپل زور د اسلام او شريعت نفاذ غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *