دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دپاکستان او چين واټرپمونو ځای هلمندي واټرپمونه نيسي

دپاکستان او چين واټرپمونو ځای هلمندي واټرپمونه نيسي

دافغانستان په هلمند کې یوه افغان په لمریزې انرژۍ چلېدونکی واټرپم جوړ کړ. دا افغان، چې داد محمد نومېږي، وايي؛ دا واټر پمپ یې د دې لپاره جوړ کړ چې د لېري پرتو سیمو خلک، چې برښنا نه لری، ورڅخه کار واخلي.

۲۵ کلن دادمحمد وايي غواړي چې دا ډول ډېر واټرپموپونه جوړ کړي څو د وروسته پاتې ولایتونو اوسېدونکي ورڅخه کار واخلي.

دی وايي چې له دې واټرپمپ څخه د څښاک د اوبو د راایستلو او د کروندو د اوبولو لپاره کار اخیستل کېدای شي.

کلیوالو د دادمحمد واټرپمپ خوښ کړی او له هغه څخه یې غوښتي دي چې نور جوړ کړي.

دادمحمد وايي، خلکو د برښنا د نشتوالي له کبله چینايی او پاکستاني واټرپمپونه اخیستل او دې مسلې ده ته دا فکر پیدا کړ چې په لمریزې انرژۍ چلېدونکی واټر پمپ جوړ کړي.

په هلمند کې هغه خلک، چې د جان محمد له لوري په لمریزه انرژۍ چلېدونکی واټر پمپ یې استعمال کړی، وايي چې د دغه واټر پمپ له کاره راضي دي.

په هلمند کې تر دې وړاندې د زرنج په نامه د بار وړلو وسيله هم جوړه شوې وه، چې نن ورځ د افغانستان په زياتو ولايتونو کې ترې د سپرلۍ او بار وړلو په برخو کې کار اخيستل کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: