جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / دپاکستان بېلابېل مذهبي ګوندونه بیا له سره رايوځای کېږي

دپاکستان بېلابېل مذهبي ګوندونه بیا له سره رايوځای کېږي

دپاکستان بیلابیلو مذهبي ګوندونو یو ځل بیا دخپل سیاسي ائتلاف متحده مجلس عمل د پرځای کولو پریکړه کړې. دوی  وایي ددسمبر په میاشت کې به په باقاعده ډول ددغه ائتلاف د راژوندي کولو اعلان وکړي.
دمذهبي ګوندونو دغه ائتلاف دکال ۲۰۰۲م نه تر ۲۰۰۷م پورې خیبرپښتونخوا کې حکومت کړی ؤ او ددغه واکمنۍ په مهال دهغوئ سیاسي مخالفینو په متحده مجلس عمل تور لګولو چې صوبه کې یې دطالبانو په څیر واکمني جوړه کړې ده.
دمتحده مجلس عمل د ائتلاف بیا راجوړولو اعلان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا پر وخت کړی دی.
د سراج الحق سره په دغه مهال د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا سیمع الحق ،دجمعیت علماء پاکستان مشر پیراعجاز هاشمي او دنورو مذهبي ګوندونو مشران هم موجود وو.
سراج الحق وویل چې ددسمبر میاشت کې به کراچۍ کې د شاه اویس نوراني په کور کې د ټولو مذهبي ګوندونو مشران راغونډ شي او ددغه ائتلاف د پرځای کولو اعلان به وکړي.
مولانا فضل الرحمان چې ددغه ائتلاف د بیا راجوړولو سرخیل ګڼل کیږي خبریالانو ته ویلي چې ټول مذهبي ګوندونه په دې خبره صلاح شوي چې باید خپلو کې بیا دسره یوموټی شي.
دپاکستان دمذهبي ګوندونو دغه ائتلاف په کال ۲۰۰۲م کې دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ جوړ شوی و چې پینځه کاله یې په خیبر پښتونخوا واکمني کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: