جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / دپاکستان حکومت اوس د سندرغاړو باج ته لاس نيولی

دپاکستان حکومت اوس د سندرغاړو باج ته لاس نيولی

دپیښتو په وتلې سندرغاړې ګل پاڼې پسې دپاکستان دګمرګ یا ټیکسونو ادارې د یو میلون روپو دټیکس پاڼه لیږلې او وایي ګل پاڼه په میلونونو روپۍ ګټي خو تر اوسه یې دیوې روپۍ ټیکس هم نه دی ادا کړی.

ګل پاڼه وایي دپښتونخوا په ترهګرۍ ځپلو هنرمندانو پسې په کروړونو روپو ټیکسونه لیږل صفا ښایي چې ریاست که پخپله دپښتنو هنرمندانو دښیګړې دپاره څه کولی نه شي نو دپرمختګ مخه یې ضرور نیسي.

دخیبرپښتونخوا دټیکسونو ادارې لخوا په ګل پاڼې پسې لیږل شوې پاڼه کې ویل شوي چې هغې دهیواد دننه او بهر په سندرو او کلتوري کنسرټونو کې په ملیونونو روپۍ ګټلي دي، خو تراوسه یې په دغو پیسو کې هیڅ ټیکس حکومتي خزانې ته نه دی ورکړی.

د وتلې هنرمندې ګل پاڼې سره چې کله په دغه اړه خبرې وشوې نو هغې ومنله چې د یو ميلون روپو د ټیکس پاڼه ورکړل شوې خو ويې ویل چې هغه دخپلو وکیلانو سره په دغه اړه په مشوره بوخته ده او له قانوني لارې به خپل ځواب وایي.

ګل پاڼې وویل “زما زړه خو ډیر سخت خفه شي چې دپښتونخوا نه بهر فنکاران د ورځې په کروړونو روپۍ ګټي خو په هغوئ پسې دومره درانه ټیکسونه نه لیږل کیږي اؤ دهشت ګردۍ ځپلي پښتون فنکار نه یو کروړ روپۍ ټیکس غوښتل کیږي”

هغې وویل هر چاته معلومه ده چې د پښتنو په خاوره دهشت ګردۍ تر ټولو زیان دموسیقۍ څانګې ته اړولی دی او دلته کلتوري فعالیتونه په ټپو ولاړ دي.

“ولې تاسو نه وینئ چې نن زمونږ فنکاران څومره د بې وسۍ په حالت کې مري؟ خو دا ځکه چې کار یې نشته او ریاست دهغوی ښیګړې ته توجو نه کوي نو که په داسې حال کې زه یا زما پشان نور فنکاران پخپل همت مخې ته ځي په ځای ددې چې حکومت یې حوصله افزایي وکړي ، دداسې حرکتونو په وجه یې ددې فن نه زړه ماتوي”

ګل پاڼې نه چې کله ډیوه وپوښتل شول، ایا په رښتیا هم دومره ډیرې پیسې ګټې چې دومره ټیکس ترې  غوښتل کیږي؟ نو هغې وویل: ( اول خو دې خلک پخپله داسوچ وکړي چې که ما دومره پیسې ګټلی نو بیا به تراوسه په پیښور کې ناسته وم ؟”

هغې وویل کله چې دیو فنکار سره د حکومت دې ډول چلند ته وګوري نو ووایي “کاش چا یا خو دپښتنو دخاورې فنکاره نه وم او یا مې هډو دلته ژوند نه کولی”

ګل پاڼه د پښتو هغه دښکلي غږ او ښکلې څېرې لرونکې هنرمنده ده چې په ټوله نړۍ کې مینه وال لري .

دپيښور سره تعلق لرونکې ګل پاڼې دپيښور پوهنتون څخه په سوشیالوجي کې دماسټرئ سند ترلاسه کړی او وایي چې اوس د پي ایچ ډي‌ کولو اراده هم لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: