سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / پاکستان / دپاکستان نړيوال ترهګر اوس په سياسي ډګر کې لوبېږي

دپاکستان نړيوال ترهګر اوس په سياسي ډګر کې لوبېږي

د امریکا او ملګرو ملتونو لخوا ترهګر په نوم پېژندل شوی د پاکستان مذهبې تندروه ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید د جمعې په ورځ په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان پوځي مرکز سره نېږدې یوې لوې غونډې ته وېنا کړې ده.
د دفاع پاکستان کونسل د سوري لاندې د پنډۍ ښار په لېاقت باغ کې يوې غونډې ته په وینا کې کې حافظ سعید د امریکا هغه ګام د اسلام په ضد ښکاره جنګ بللی، چې غواړي خپله سفارتخانه یروشلم ته انتقال کړي، خو ويل کېږي چې د امريکې پر ضد نوموړي ډېر ناوخته دا غږ پورته کړی دی.
د جماعت الدعوه دغه مشر دا وینا په داسې حال کړې چې امریکا پاکستان ته په خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد ګام نه پورته کولو په سر د سختو پايلو خبرداری هم ورکړی.
په پاکستان کې د جمعیت علما اسلام (س) ډلې مشر مولانا سمېع الحق په مشرۍ کښې جوړ دفاع پاکستان کونسل په ېو شمېر مذهبي سیاسې ګوندونو په ګډه جوړه کړې ده. په دغه کونسل کښې د جماعت الدعوه نه علاوه حرکت المجاهدېن، انصارالاسلام، او د سپاه صحابه شان غیر قانونه ګرځول شوې ډلې هم شاملې دي.
د سېاسې چارو څېړونکی ډاکټر خادم حسېن په پاکستان کې د غیرقانونه ډلو لخوا سیاسي فعالېتونه رېاستې ادارو لپاره ازمېښت ګڼي او وايي د دې کارونو سره د پاکستان رېاستې ادارو لخوا د ترهګرو په ضد د عملېاتو په دعوو پوښتنې راپورته کیږي.
ښاغلی خادم حسین زیاتوي ٫٫ ګاونډيو هېوادونو کې د اړې ګړې ذمه وار تندرو ډلو په جار داسې فعالېتونه او د سېاسې طاقت مظاهرې پاکستان په نړۍ کې نور هم ېواځې کوولی شي.
پاکستان کې سېاسي مشران او د څېړونکو لویه شمېره د تندروه ډلو فعالېتونو باندې د ډېر وخت راهسې نېوکې کوي. د پاکستان مرکزي حکومت مخالفه پیپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر وېره لري امریکا د حافظ سعید په ضد هم هغه رنګ کاروايي ترسره کولی شي، څنګه چې يې د القاعده مشر اسامه بن لادن په ضد د پاکستان اېبټ اباد ښار کې ترسره کړې وه.
امریکا او هند په حافظ سعید تور لګوي چې په کال ۲۰۰۸م کې د هند په ممبې ښار کې شوي ترهګره برېدونو په شا لاس لري. او ملګرو ملتونو او امریکا د حافظ سعید په سر انعام هم اعلان کړی دی. د پاکستان حکومت روان کال د جنورې په مېاشت کښې حافظ سعید په خپل کور نظر بند کړی و، خو د تېر نومبر په مېاشت کښې لاهور هايي کورټ د حافظ سعید د خوشې کولو امر ورکړ.
امریکا د حافظ سعید لخوا د پاکستان په سېاسې ډګر کې برخه اخستو باندې هم اندېښنې څرګنده کړي، خو سره له دغه اندېښنو حافظ سعید تېره اونۍ لاهور کې د خپل سېاسې ګوند د دفتر پرانسته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: