شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / دپاکستان په انتخاباتي قانون کې د اسلام خلاف بدلون پر ضد مظاهره شوې

دپاکستان په انتخاباتي قانون کې د اسلام خلاف بدلون پر ضد مظاهره شوې

پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د پارلمان لور ته ټولې غځېدلې لارې بندي کړي دي. پولیس هم ځای پرځای شوي دي، ترڅو د هغو زرګونو اعتراض کوونکو مخه ونیسې چې د قانون د وزیر زاهد حمید د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

مظاهره کوونکي ادعا کوي چې زاهد حمید د انتخاباتو په قانون کې د اسلامي اصولو خلاف تغییرات راوستي.

د اسلام اباد د پولیسو په وینا د تحریک لبیک پاکستان د افراطي ډلې تر درې زره څلور سوه ډېر ملاتړي د انتخاباتو په قانون کې له بدلون سره مخالفت کوي.

د قانون وزیر ویلي دي چې په لیکنه کې تېروتنه شوې وه او هغه بېرته سمه شوې ده.

تېروتنه دا وه چې د تحلیف پر وخت دا جمله لېرې شوې وه چې محمد د خدای اخري نبي دی.

د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي وویل، د زاهد حمید د لېرې کېدو په برخه کې خبرو ته چمتو نه یوو.

حمید یو ویډیو فلم خپور کړی دی چې په هغه کې وایي، دی سم مسلمان دی او په دې باور لري چې محمد د خدای اخري پیغمر دی.

په پاکستان کې ګڼ کسان قادیانیان دي چې په احمدیانو هم مشهوره دي. دوی په دې باور دي چې حضرت محمد د خدای اخري نبي نه دی.

امنیتي ځواکونو د قادیانیانو د جوماتونو امنیت هم نن ټینګ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *