دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / پاکستان / دپاکستان په پنجاب کې جرګې د يوې ښځې عزت لوټلی

دپاکستان په پنجاب کې جرګې د يوې ښځې عزت لوټلی

دپاکستان دپنجاب ایالت دفیصل اباد ښار ترڅنګ دتاندلیانواله سیمې یوه میرمنه وایي دکلي یو غریب کس سره دخوښې په واده کولو یې د زورورو کليوالو خلکو جرګې عزت لوټلی دی. دغه میرمن چې رقیه نومیږي دتاندلیانواله دکلي چک ۴۲۹ اوسیدونکې ده، نوموړې خبریالانو ته یې ویلي دوه نیمې میاشتې مخکې یې دخپل یو کلیوال غلام فرید سره پخپله خوښه واده کړی و او په دغه واده دکلي زورور خلک خوشحاله نه وو.

هغې ویلي ددې او میړه کورنۍ یې بېوزله دي او دکلي زورور خلکو دا نه شوه زغملی، چې څنګه یوې غریبې ښځې پخپله خوښه د واده پریکړه وکړه، نو ځکه یې ددغه پریکړې په ضد جرګه کښینوله.

رقیه بې بي ویلي دغه جرګې پریکړه وکړه چې دهغې عزت دې په ډله ايزه توګه ولوټل شي او بیا دجرګې درېيو غړو دهغې عزت په یو ځای ولوټلو. هغې دعوه کړې چې ځان سره دشوي ظلم په ضد یې ځایي پولیسو ته عریضه کړې خو پولیسو پرې څه غور نه دی کړی.

خو دتاندلیانواله تاڼې دپولیسو مشر مطبوعاتو ته ویلي چې رقیه خو نه تاڼې ته ورغلې او نه یې ورته عریضه کړې ده.

دپاکستان په پنجاب ایالت کې زیاتره مهال دجرګو لخوا میرمنو سره دزیاتي ددغسې پیښو خبرونه مخې ته راځي خو دروان کال دنومبر په میاشت کې دخیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې هم دجرګې په فیصله یوه پیغله جینۍ دکلي په لارو کوڅو کې بربنډه ګرځول شوې وه.

دبشري حقونو سازمانونه پاکستان کې دښځو په ضد بد چلند باندې اندیښنې ښایي او وایي تراوسه ښځو سره زیاتي کوونکو خلکو ته محکمې داسې سختې سزاګانې نه دي ورکړي چې نور ترې عبرت واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: