چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / پاکستان / دپاکستان پوځ وایي نور به د نورو لپاره نه جنګېږي
Pakistan's army spokesman Maj. Gen. Asif Ghafoor addresses a news conference in Rawalpindi, Pakistan, Monday, April 17, 2017. Ghafoor said that authorities have detained the 19-year-old girl Noreen Leghari, recruited by the Islamic State group to carry out a suicide attack against a church on Easter. (AP Photo/Anjum Naveed)

دپاکستان پوځ وایي نور به د نورو لپاره نه جنګېږي

دپاکستان پوځ دترهګرۍ په ضد جګړه کې امریکا ته ښکاره ويلي چې ډېر څه يې وکړل او نور به دبل چا لپاره جګړې نه کوي. خو په امريکې او افغانستان سربېره ډېر نور هيوادونه وايي پاکستان دې د ترهګرو پر ضد جګړه نه کوي، بلکې د ترهګرو له ملاتړه دې لاس واخلي.
دپاکستان پوځي ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تیره اوونۍ امریکایي چارواکونو په پاکستان ترهګرو سره دمرستې سخت تورونه ولګول او ګواښ یې وکړو چې که پاکستان دترهګرو نه ځان راجلا نه کړ، نو پخپلو سیمو به واک له لاسه ورکړي.
نن خبریالانو ته داحوال ورکولو پر مهال دپاکستان دپوځ ویاند جنرال اصف غفور ویلي دي چې پاکستان کې دکوم ترهګر تنظیم شبکه نشته او داخبره دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه او خارجه دفتر امریکا ته هم کړې ده.
هغه وویل پاکستان دترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې ډیر څه وکړل او اوس که نور څه کوي نو پاکستان نه بلکې افغانستان او امریکا به یې کوي. دا په داسط حال کې چې په افغانستان کې هره ورځ هغه ترهګرې ډلې وژونکې پېښې ترسره کوي، چې په يو نه يو ډول د پاکستان له خاورې سره تړلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: