پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / دپاکستان ځايي ادارو په قبايلي سيمو کې ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي

دپاکستان ځايي ادارو په قبايلي سيمو کې ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي

د خېبرپښتونخوا د تعلیم ادارې په صوبه کې د ابتدايي (پرايمري) زده کړو ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي او د دغو ښوونځيو ماشومان يې نورو ښوونځيو ته د زده کړو لپاره لېږلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په قبايلي سيمو کې بې شمېره ماشومان له ښوونځيو بهر پاتې دي.

د ډان ورځپاڼې د سرچينو لخوا ويلي چې په تېرو دوه لسیزو کې د رايو ترلاسه کولو لپاره دا ښوونځي بې ځايه جوړ کړل شوي او اوس په يو ښوونځي کې د ماشومانو شمېره د ۴۰ نه کمه ده ځکه يې دبندولو پرېکړه کړې ده.

خو راپور د یو سرکاري چارواکي له خلې ليکلي په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د ۱۰۰۰ ښوونځيو تړلو باوجود بيا هم لګيا دی وزیراعلی پروېزخټک د خپلو خلکو خوشحالولو لپاره نور ښوونځي جوړوي.

چارواکو ويلي د تعليم محکمه د وزيراعلی په وړاندې بې وسه ده او د هغه په لارښوونه عمل کوي.

يوه چارواکي د نوم نه ويلو په شرط ويلي، د نوو ښوونځيو جوړولو لپاره د اسمبلۍ نه بجټ منظور کړی او د تعليم د محکمې د مشورې پرته د وزيراعلی او ممبرانو په خوښه په نامناسبه ځايونو کې ښوونځي جوړيږي.

د تعليمي چارو کارپوهه خادم حسېن وايي، د دغو ښوونځيو تړلو سره به بدامنۍځپلې صوبه کې د ښوونځيو او تعلیم حال نور هم خراب شي ځکه چې په ترهګرۍ کې ويجاړ شوي ښوونځي تراوسه لا نه دي جوړ شوي.

نوموړی وايي ” د غېر دولتي شمېرو تله مخې دا وخت نزدې ۳۰ لاکه ماشومان د ښوونخيو نه بهر دي نو دا وخت په صوبه کې ۱۰۰۰ نور ښوونځي جوړول پکار دي چې دښوونځيو نه بهر او کډوال شوي ماشومان پکې ونيول شي”.

ښاغل حسېن وايي د “۱۰۰۰ ښوونځيو تړلو سره نور ۴۰ زره ماشومان بې ځايه شو او په ځای د دې چې د ۲۰ کالو راهسې روان ښوونځي د ماشومانو د کمې شمېرې له امله تړل کيږي، پکار وه چې دغو سکولونو ته نور ماشومان راوستی شوی وی”.

هغه دا هم وويل د دغو ښوونځيو تړلو په ځای دا شخصي مرستندويه ادارو ته سپارل کېدی شو چې هغو پکې دغو ماشومانو ته زده کړې ورکولی ځکه چې ډېری شخصي ادارې داسې کارونو ته تيارې دي.

نوموړي د خېبرپښتونخوا په صوبايي حکومت نيوکې هم وکړې چې د دوي د تعليم دپاره جوړې نصابي او د ښوونکو د روزنې لپاره جوړې پروژې هم ناکامه شوي دي.

د ډان د راپور له مخې تړل شوي ښوونځي زیاتره په کليوالو سيموکې په لرو پرتو علاقو کې جوړ وو، چې پکې د پېښور ۴۵، مانسهرې ۱۰۰، اېبټ اباد ۶۵، بنو ۶۰، بټګرام ۹۰، کوهستان ۸۷، چارسدې ۵۸، چترال ۵۵، مردان ۶۰، هري پور ۶۰، صوابۍ ۵۵، لکي مروت ۶۰، ډېره اسماعيل خان ۱۲، ملاکنډ ۱۵، سوات او ټانک ۱۰، ۱۰، تورغر اووه او نوښار ۴ ښوونځي شامل دي.

د تعلیم د محکمې د معيار له مخې په چاپېره پرتو ۱۰۰۰ کورونو کې چې ۱۶۰ ماشومان په ښوونځيو کې داخلوي او په يو نيم کلوميټر کې ورسره بل ښوونځی نزدې نه وي هلته به نوی ښوونځی جوړيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *