چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دځدرانو قومي مشران وايي کولای شي حقاني شبکې سره خبرې وکړي

دځدرانو قومي مشران وايي کولای شي حقاني شبکې سره خبرې وکړي

د پکتیا یو شمېر قومي مشران وايي، که حکومت واک ورکړي نو حاضر دي چې له حقاني شبکې سره خبرې وکړي او سولې ته یې حاضر کړي. افغان او امریکايي پوځي چارواکي وايي، د حقاني شبکه د افغانستان د دولت په وسله والو مخالفو ډ‌لو کې تر ټولو خطرناکه ده او اکثره خونړۍ او خورا پېچلې حملې د دې شبکې له لوري ترسره کېږي.

د ځدراڼو قومي مشرانو، چې په ګرده څېړۍ ولسوالي کې یې جرګه جوړه کړې وه، وویل، حاضر دي چې د حکومت او حقاني شبکې د پخلاینې لپاره منځګړتوب وکړي. دوی دغه راز وویل، که حکومت اختیار ورکړي دا مسوولیت په غاړه اخلي چې د حکومت وسله وال مخالفان سولې ته راوبولي.

د ځدراڼو قومي مشرانو وویل، سراج الدین حقاني، چې د حقاني شبکې مشر دی، د ځدراڼو قومي مشر هم دی او دوی کولی شي چې خبرو او سولې ته یې چمتو کړي.

د ځدراڼو قومي مشر حاجي زمرک وویل«دی (سراج الدین) زموږ قومي مشر دی. موږ به ورشو او خبرې به ورسره وکړو، ورته وبه وایو چې حقاني صاحب، موږ ستا د حق ضمانت کوو، موږ به ستا ترڅنګ ودرېږو او ډاډه یم چې دی (سراج الدین) به له موږ سره ودرېږي.»

یوه بل قومي مشر مولوي سردار ځدراڼ وویل«حکومت د سولې اراده نه لري… که ځدراڼ قومونو او د پکتیا ولس ته د منځګړتوب او د سولې د خبرو واک ورکړل شي، زه ډاډه یم چې دوی د حکومت له وسله والو مخالفانو سره غږېدای شي او په دې برخه کې مثبت ګامونه اخیستلی شي.»

یوه بل مشر سنګین وویل«ځیني کسان له حکومته خوابدي دي، خو که د دوی قانوني او جایزې غوښتنې ومنل شي، پخلا به شي.»

د ځدراڼو قومي مشر رسول جان هم وویل«که موږ ته واک راکړای شي، موږ به د حکومت له وسله والو مخالفانو سره کښېنو، ورته وبه وایو چې په افغانستان کې جګړه بس کړي.»

دوی دا هم وویل چې د سیمې ځینې هیوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.

سراج الدین حقاني هم د پکتیا د ګردي څېړۍ ولسوالي اوسېدونکی دی. دا لومړی ځل دی چې د ده د زېږنځي قومي مشران د حکومت او حقاني شبکې ترمنځ د پخلاینې لپاره جرګه کېږي او په ډاډ وايي چې که واک ورکړل شي نو د حقاني شبکه پخلاینې ته حاضرولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: