چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / دکرنې په روزنيز مرکز باندې حمله کې ککړ شپږ وسلوال نيول شوي

دکرنې په روزنيز مرکز باندې حمله کې ککړ شپږ وسلوال نيول شوي

د باکستان امنيتي پوځيانو د پېښور د کرنې په روزنيز مرکز باندې حمله کې ککړ شپږ وسلوال کسان نيولي دي. د رسنيو د خبرونو له مخې پاکستاني پوځ دغه شپږکسه وسله وال تېره ورځ مهمند ايجنسئ کې د عملياتو پر وخت نيولي دي
سرچينې وايي چې د نيول شوو وسله والو کسانو اړيکې کالعدم وسلوال تنظيم سره دي. رپورټونه زياتوي چې نيولی شوي وسلوالو نه ځانمرګي واسکټونه او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادلو ده چې د پېښور د کرنې په روزنيز مرکز باندې څو ورځې وړاندې وسله والو کسانو ډلييز بريد وکړ، چې له امله يې يو شمېر زده کوونکي مړه او ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: