جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / دکرنې په روزنيز مرکز بريد کې بچ شوي زده کوونکي خپله کيسه کوي

دکرنې په روزنيز مرکز بريد کې بچ شوي زده کوونکي خپله کيسه کوي

د پيښور د کرنې په روزنيز مرکز باندې د وسله والو حملې پر وخت د مانسېرې سره تړاو لرونکې درې ملګري محمد سهیل، صالح خان او عبدالله هم په ودانۍ کې موجود وو، دوی د خپلې نيکمرغۍ له کبله په بريد کې روغ پاتې شوي دي. جمعې په ورځ دغه حمله کې د شپږو زده کوونکو په شمول نهه کسان او دیرش نه زیات ژوبل شوي وو.

عبدالله او صالح د پيښې پر وخت حالاتو په اړه خبرې کړي دي.

محمد سهیل واپي د رخصتۍ په سبب زيات زده کوونکي د ليلې نه خپلو کورونو ته تللي وو، ولې د دوی د کمرې درې ملګرو امتحان ته د تياري په دوران کې د روزنيز مرکز په ليلې کې دپاتې کېدو فيصله کړې وه. دی وايي چې شپې ناوخته پورې درس ويلو نه پس دوی اوده شول او سحر يې د ډزو آوازونو سره سترګې وغړیدې. محمد سهیل زیاتوي چې دا وخت ده خونې نه د بهر وتلو اراده وکړه خو ملګرې عبدالله منع کړو لږه شېبه بعد زمونږ سره د نېږدې خونې نه د ډزو او چغو  آوازونه راپورته شول. هغه وويل، د دې نه وروسته ددوی د خونې دروازه هم وټکول شوه او د بهر راوتو غږ پرې وشو او دې سره سم په دروازه ډزې هم شروع شوې.محمد سهیل وايي چې درې واړه ملګري يې په ځمکه پراته وو او ګولۍ يې خوا ته لګیدې او دا محال دوې صرف د شهادت کلمه تکراروله. نېږدې دوه ساعتو پورې وسله وال بیا بیا زمونږ کمرې له راتلل او دروازې  ټکولو سره به يې ډزې کولې او دا ټول وخت مونږ په ځمکه سملاستو او تلاوت کولو سره تیر کړ.

د محمد سهیل ملګرې محمد صالح زياته کړه چې نېږدې دوه ساعته پس د خونې نه بهر د سائرن آواز راتلو سره د دوی وېره لږه کمه شوه او یقین يې راغلو چې پوځيان راورسیدل.

محمد صالح زیاتوي چې پوځیانو تلاشۍ اخستو نه وروسته حفاظت سره بهر راویستل، چرته چې ورته د نورو ملګرو د وژل کیدو او ژوبل کیدو خبر ترلاسه شو، نو په ناګهانه توګه يې هغوی سره یوه ورځ وړاندې لوبې، فټبال او نورې ورځنۍ ناستې او خبرې په زړونو د تازه يادونو په څېر راورېدې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: