د رسنیو د راپورونو له مخې دغه ډله عسکر به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خپله دنده پر مخ بیایيي. آذاربایجان دمګړی د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۹۲ سرتېري او ۲کسه نظامي ډاکټران لري. ددوی نوي سرتېري به هم د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په برخه کې ونډه واخلي. آذاربایجان له ۱۹۹۴ کال راهیسې د ناټو سازمان غړی هېواد دی او دواړه نظامي همکارۍ لري. ناټو سازمان ددغه هېواد ځواکونه د ناټو په ستندرد روزي او آذاربایجاني سرتېري بیا له ناټو سره په ځينو عملیاتو کې برخه اخلي. د یاد هېواد سرتېرو په کوزو او عراق کې له ناټو سره څنګ په څنګ په جګړو کې برخه اخیستې ده.
