شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د اسامه زوی وايي له امريکایي اجنټانو د خپل پلار بدل اخلي

د اسامه زوی وايي له امريکایي اجنټانو د خپل پلار بدل اخلي

د اسامه بن لادن زوي حمزه خپلو پلويانو ته ویلي، “د امريکا د ايجنټانو په ضد راپاڅئ”، او “خلک راويښ کړئ چې د دغو اسلام دښمنه قوتونو پر ضد راپورته شي.

هغه په مسلمانانو ټينګار کړی چې د امريکايانو نه د هغه د پلار او القاعده د مشر بدل واخلي. د ۲۸ حمزه دغه وېنا او بيان د القاعده خبري سرچينې (السحاب ميډيا فاؤنډېشن) له لارې خپور شوی.

حمزه خپلو پلويانو ته ويلي، هغه جمهوريت ردوي.هغه ويلي ” د ووټونو په پېټۍ کې د اچول شوو بېکاره کاغذونو څخه ازادي نشي ترلاسه کېدی”.

د حمزه دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې څو ورځې وړاندې د امريکې سي ايي ای د هغه د واده ويډيو خپره کړې وه.

د القاعده مشر اسامه بن لادن په کال ۲۰۱۱م کې د مئي په دوېمه نېټه امريکايي پوځ د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې په عملیاتو کې وژلی او د هغه د کور نه يې ډېری مواد او اسناد ترلاسه کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *