دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / د اسرائیلو ضد لاریون کې ګڼ فلسطينيان مړه او ژوبل دي

د اسرائیلو ضد لاریون کې ګڼ فلسطينيان مړه او ژوبل دي

 د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې له پيژندلو دوه اونۍ وروسته هم د نورې نړۍ سربېره په فلسطين کې د اسرائيلو پر ضد لاريونونه روان دي او تېره ورځ د فلسطين په شلو ځایونو کې د اسرائيلو پر ضد لاريونونو کې لږ تر لږه څلور تنه شهيدان شوي او له نهه سوو زيات ټپيان دي.

عربي رسنيو هغه ويډيوګانې او انځورونه خپاره کړي، چې اسرائيلي یرغلګر پر سوله ييزو لاريونوالو اوښکې بهوونکي ګاز شيندي او ډزې پرې کوي.

د فلسطيني د روغتيا وزارت وايي، چې د اسرائيلي ښکېلاکګرو په ډزو څلور فلسطيني ځوانان شهيدان شوي او له نهه سوو زيات ټپيان شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې قلنديا، رام الله، نابلس، خان يونس، بیره، خليلو طولکرم او نورو سيمو کې د اسرائيلو پر ضد پراخ لاريونونه شوي چې اسرائيلي يرغلګرو پرې ډزې کړي او اوښکې بهوونکي ګاز يې پرې شيندلی دی.

عربي رسنۍ وايي، چې د فلسطين په ګڼو برخو کې د جمعې له لمانځه وروسته له هر جومات څخه د اسرائیلو پر ضد لاريونونه شوي او د فلسطين سياسي ډلو هم د اسرائيلو په ملاتړ د امریکا پرېکړه غندلې او ټينګار يې کړی، چې بیت المقدس د مسلمانانو او فلسطينيانو خاوره ده او هېڅکله به په دې اړه د امریکا پرېکړه ونه مني.

د يادونې وړ ده، چې فلسطينيان په تشو لاسونو، پر ډبرو او ليندو د اسرائيلي ښکېلاکګرو پر وړاندې مقاومت کوي او اسرائيلي يرغلګر عسکر په هر ډول پرمختللو وسلو سمبال هره ورځ پر بې دفاع فلسطينيانو بريدونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: