پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / قبايل / د اسلامپالو احتجاجونه د پاکستان لر او بر ته غځېدلي

د اسلامپالو احتجاجونه د پاکستان لر او بر ته غځېدلي

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلام پالو پر احتجاج د امنيتي اورګانونو تر عملیاتو وروسته اوس دغه احتجاج ددغه هیواد لر او بر ته غځېدلی او په اکثره سیمو کې احتجاجونه پېل شوي دي.

د پاکستان د داخله چارو وزارت په خبره ددې ګډوډۍ له امله يې اسلام اباد ته پوځ رابللی، خو د پوځ شتون به یواځې پر حساسو دولتي ودانیو باندې وي.

د یاد وزارت د یوه چارواکي په خبره په ټول هیواد کې يې د خواله رسنۍ (فیسبوک، ټویټر او یوټيوب) درېواړه تړلي دي. له دې سره پر کېبل باندې د خبرونو شخصتي ټيلویزنونه هم تړل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، له پرونه راهیسې په دغو مظاهرو او اخ و ډب کې یو تن وژل شوی، خو د مرستندویه ډلې ۱۱۲۲ ویاند د ۷ کسانو وژل کېدل تاييد کړي.

امنيتي اورګانونو پرون ګهيځ د فیض اباد سیمې پر دې مظاهره چیانو عملیات پېل کړل، چې تر ماښامه يې دوام لاره، خو اوس دغه سیمه رینجرو په لاس کې اخیستې او پولیس او سرحدي ځواک يې را شاته کړی دی.

دغه احتجاج اوس د پاکستان یو شمېر نورو ښارونو ته غځېدلی او د موخه نیولو لپاره يې ددغه هیواد د ولسي او پوځي مشرانو ترمنځ په اسلام اباد کې غونډه روانه ده.

ددغه هیواد د لومړي وزیر د دفتر په خبره د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې غونډه روانه ده، چې ددغه هیواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم پکې ګډون کوي.

اسلام اباد مظاهره چیان
په پاکستان کې ځينو مذهب پالو له تېرو شلو یوويشت ورځو راهیسې د اسلام اباد او راولپينډۍ ترمنځ لویه لاره په فیض اباد سیمه کې تړلې او احتجاجي ناسته يې پېل کړې وه

پرون تر دې عملیاتو وروسته د پاکستان پوځ مشر ددغه هیواد لومړي وزیر ته زنګ وهلی او وړاندیز يې ورکړی و، چې دغه احتجاج دي د اخ و ډب پر ځای د خبرو له لارې ختم کړي. په پاکستان کې ډېری خلکو د پوځ د مشر دغه بیان غندلی او دا يې په ولسي حکومت کې لاس وهنه بللې.

له دې سره چې په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه روان دي او مذهب پال لبیک یارسول الله غورځنګ په ټول پاکستان کې د کاربندیز اعلان کړی دی.

په کوټه کې دخبرونو له مخې پرون شنبه ددغه ښار پر هاکۍ څلورلاره د څه وخت لپاره اسلام پالو احتجاج وکړ خو وروسته يې بېرته ختم او نن یکشنبه عادي ژوند روان دی.

په کراچۍ کې ددغه ښار په نمايش چورنګۍ او سوراب ګوټ سیمو کې له سهاره احتجاج روان دی او د ځينو سیمو مارکېټونه او بازارونه تړل شوي او په ښار کر ټرافیک بېخي کم تر سترګو کېږي.

پنجاب ایالت چې تر نورو ایالتونو پکې دغه مظاهرې زیاتې دي، د لاهور په شمول په یو شمېر نورو ښارونو کې د مذهب پالو احتجاجي ناستې دوام لري. همدې مظاهرو او ګډوډۍ ته په پام سره د پنجاب ایالتي حکومت د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د ټولو شخصي او دولتي ښوونځيو د رخصتۍ اعلان کړی دی.

په پاکستان کې ځينو مذهب پالو له تېرو شلو یوويشت ورځو راهیسې د اسلام اباد او راولپينډۍ ترمنځ لویه لاره په فیض اباد سیمه کې تړلې او احتجاجي ناسته يې پېل کړې وه، چې پرون شنبه يې پر ضد امنيتي اورګانونو عملیات پېل کړل.

دغو احتجاج کوونکو غوښتنه کوله، چې د پاکستان د قانون وزیر شاهد حامد دي له دندې لرې کړل شي، ځکه چې ددوی په خبره دده په مشرۍ کې د پاکستان په نوې ټاکنیزې لوړې کې د اسلام د پېغمبر نوم لرې شوی و.

د پاکستان واکمنو که څه هم په دې ټاکنیزې لوړه کې د اسلام د بېغمبر نوم بېرته شامل کړ، خو دغه مذهب پالي مظاهره چیان بیا هم غوښتنه کوي، چې دغه وزیر دي له دندې ګوښه کړل شي.

پرون شنبه د امنيتي ځواکونو تردې عملياتو وروسته د مظاهره چیانو مشر خادم حسین رضوي وویل، اوس يې غوښتنه د یوه وزیر د لرې کول نه، بلکې ټوله کابینه دي له دندې لرې کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: