پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د اسپانیا لومړي وزیر د کتالونیا پارلمان ړنګ کړ

د اسپانیا لومړي وزیر د کتالونیا پارلمان ړنګ کړ

وروسته له هغه چې د اسپانیا مشرانو جرګې د دغه هېواد لومړي وزیر “ماریانا راخوی” ته د کتالونیا د مرکزي حکومت تر ولکې لاندې د راوستلو واک ور کړ، نو د وزیرانو شورا تر بېړنې ناستې وروسته یې خبریالانو ته وویل، د کتالونیا ځايي پارلمان ړنګ اعلانوي او په دغه سیمه کې یې ژر د ټاکنو د تر سره کولو خبره وکړه.

نوموړي د پارلمان د ړنګ اعلانولو پر مهال وویل، د ځايي حکومت لومړي وزیر “کارلس پوجدمون” له دندې ګوښه دی او زیاته یې کړه، “پوجدمون”مشروعیت ته د راګرځېدو هغه موکه چې د ټاکنو له لارې شونې وه، له لاسه ور کړه:

” په کتالونیا کې د عادي حالت بیرته راګرځولو لپاره ا ړینه ده چې دغه سیمه تر نویو ټاکنو پورې د مرکزي حکومت له خوا په مستقیمه توګه اداره شي. ”

د اسپانیا مرکزي حکومت دا پرېکړه څو ساعته وروسته له هغه وکړه چې د کتالونیا پارلمان خپلواکۍ ته رایه ورکړه.

د پارلمان ۷۰غړو د تایید او لسو غړو منفي رایه ورکړه او یوازې دوه غړو په دې اړه ټاکنو کې له برخې اخیستو ډډه وکړه.

په هغه ناندره ییزه ټولپوښتنه کې چې څو اونۍ وړاندې ترسره شوه ، د ځايي چارواکو د وینا له مخې ۴۳ سلنه خلکو برخه اخیستې وه چې ۹۹۰ سلنه یې له اسپانیا د جلا کېدو په حق کې رایه ورکړه.

مرکزي حکومت په دې دلیل چې دغه ټولپوښتنه د اساسي قانون سره په ټکر کې ده ، ناقانونه اعلانه کړه.

د اسپانیا د اساسي قانون محکمې دغه ټولپوښتنه ناقانونه وبلله او مرکزي حکومت هم ونه منله.

په ځواب کې یې د ځايی ادارې مشر د خپلواکۍ د اعلان خبره وځنډوله او د خبرو وړاندیز یې وکړ، خو مرکزي حکومت یوازې په دې شرط خبرو ته غاړه کېښوده چې د ټولپوښتنې پایلې لغوه کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *