د بهرنيو چارو وزارت وایي، چې صلاح الدين رباني او د ناروې د بهرنيو چارو وزير بروګه برنده پرون په نيويارک د لیدنې پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ شوی ستراتیژيک تړون د درېیو راتلونکو کلونو لپاره بیا لاسلېک کړ. یاد تړون په ۱۳۹۱ لېږدیز لمریز کال کې د دواړوهېوادونو تر منځ د دوه اړخیزه اړیکو په موخه لاسلیک شوی و، چې تېره ورځ یو ځل بیا تمدید شو. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې صلاح الدین رباني له خپل ناروېژي سیال سره د افغان سولې په اړه هم خبرې کړې دي.
