جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان او پاکستان دلوړپوړو پوځي چارواکو غونډه جوړیږي

د افغانستان او پاکستان دلوړپوړو پوځي چارواکو غونډه جوړیږي

ټاکل شوې چې سبا د افغانستان او پاکستان پوځ لوړپوړي چارواکو ترمنځ په پاکستان کې یوه مهمه غوڼده جوړه شي.

په پاکستان کې د ځایي رسنیو د راپورنو له مخې او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په حواله، په پام کې ده چې د افغان پوځ چارواکو د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رئیس جنرال محمد حبیب حصاري په مشری نن پاکستان ته سفر وکړي.

د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست چارواکو هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

د خبرپاڼې په وینا، ټاکل شوې چې په دغه غوڼده کې د امنیتي مسایلو، ترهګرو پر ضد د مبارزې په هکله او نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشي.

د افغان او پاکستاني پوځ چارواکو ترمنځ لوړپوړی غوڼده په داسې حال کې جوړیږي چې د ترهګرو پر ضد د مبارزې څرنګوالي د دواړو هېوادونو اړیکې ډیرې سړې کړي دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان حکومت ضد وسله والې ډلې له افغان خاورې څخه د پاکستان پر پوځیانو خونړی بریدونه ترسره کوي.

خو افغان چارواکي وایي په افغانستان کې روان تاوتریخوالي د ترهګرو ډلو له هغو امن ځایونو سره تړاو لري چې په پاکستان کې وجود لري.

افغان او امریکایي چارواکي وایي د طالبانو او د حقاني ترهګرې شبکې د پاکستان په ی شمېر ښارونو کې امن ځایونه لري او له دغو ځایونو څخه په افغانستان کې د جګړو او بریدونو پر ادارې بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *