سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان د کندوز ولايت په بمبار کې ” ۱۴” ولسي وګړي وژل شوي دي

د افغانستان د کندوز ولايت په بمبار کې ” ۱۴” ولسي وګړي وژل شوي دي

د افغانستان اړوند د کندوز په چاردره ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د بمبار له امله ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي. چارواکي دا خلک وسلوال طالبان بولي، خو ځایوال وايي، وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي. د کندوز د ولایتي شورا غړی مولوي خوش احمد نصرت یار وايي، په بمبار کې ولسي وګړي وژل شوي دي. دی وايي، “په ۱۴ وژل شويو کې دوه ښځې دي، درې ماشومان او څو ځوانان دي. ۱۳ ټپیان لرو. ”

هغه دا خبره ردوي چې ګویا دا خلک وسلوال طالبان دي او زیاتوي چې د کندوز سیمه ییز روغتون کې یې درملنه کېږي. “دا د سیمې خلک زما د قوم دي او بې ګناه خلک دي. موږ غواړو مړي یې ښار ته راوړو او خلکو ته وښیو چې دا ولسي وګړي دي. ”

په سیمه کې ازاد خبریال نجیم رحیم وايي، د وسلوالو طالبانو سره قطعه له حکومت سره ښکېله وه او بهرنیو ځواکونو بمبار کړی.

ویل کېږي دې ډلې د خپلو مړو د اېستلو لپاره خلک په زور د پېښې ځای ته بوولي وو، خو ښاغلی نصرت یار وايي، دا ښايي حکومت تبلیغ کړی وي: “خلک په کورونو کې و، بمبار شوی دی. د غرو قشلاق او قتلان اویا اتیا سلنه خلکو کورونه وران شوي دي”.

د نوموړي په خبره، تېره شپه ( د یکشبې په شپه)پر طالبانو له بمبارۍ وروسته سهار خلک تر ډېره له کلي وتلي وو، څوک چې پاتې وو پر هغو بمبار شوی او کلی تر ۸۰ سلنه وران شوی دی.

خو په کندوز کې د افغان کمانډو ځواکونو مطبوعاتي مسوول جاوېد سلیم دا خبره ردوي او وايي، وژل شوي ټول وسلوال دي. د جاوېد سلیم په خبره، د وژل شویو په سیمه کې هغه کسان وو چې دوه ځلې یې د کندوز د نیولو هڅه کړې وه:

“دې کلیو کې هماغه خلک اوسېدل، له ځواکونو یې چې کوم وسایل وړي وو، هغه هم په دې کلیو کې و، موږ چې کوم ځای بمبار کړی ولسي وګړي نه دي وژل شوي”.

نوموړی دا هم وایي، چې په سیمه کې یې له پنځو ورځو راهیسې عملیات پیل کړي تراوسه پکې ۶۴ طالبان وژل شوي دي.

د ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات ډېر شوي، خو د دې عملیاتو له امله ولسي مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *