د افغانستان لپاره د هند د غنمو لومړۍ جوپه چاه بهار بندر ته ورسېده.
هندي رسنۍ وايي چې دا لومړی ځل دی چې په پراخه پیمانه د هند غنم د ایران د چاه بهار بندر له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.
د غنمو اندازه یولکو ۳۰ زره ټنه ښودل شوې ده.
د چاه بهار بندر فعالېدا د پاکستان پر کراچۍ بندر د افغانستان اتکا پای ته رسوي.
پاکستان د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګري راکړې ورکړې ته لار نه ورکوي؛ له همدې کبله هند پر چاه بهار بندر شاوخوا ۱۰۰ ملیون ډالره پانګونه کوي څو دا بندر د لویو باري بېړیو لنګر اچولو ته چمتو شي.
هند د غنمو ترڅنګ یوه اندازه د لوړې انرژۍ بیسکېټ هم د چاه بهار بندر له لارې د افغانستان په لور رالېږلي څو له خوارځواکۍ سره مخامخ افغانانو ته وړیا ورکړل شي.