شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان پر لویو لارو له ګاډو په زور پېسې اخیستل کېږي

د افغانستان پر لویو لارو له ګاډو په زور پېسې اخیستل کېږي

د افغانستان پر لویو لارو له تلونکو ترانسپورتي ګاډو څخه هره ورځ په څه باندې درې سوه ځایونو کې په زور او په ناقانونه توګه په بیلابېلو نومونو پیسې اخيستل کېږي.

د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستيال یونس مهمند د ترانسپورت د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، د دغو پيسو کابو نيمايي شخصي جيبونو ته لوېږي.

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت هم مني چې د تلې په نامه د اخيستل کېدونکو پیسو په ګډون ډېرې شوکې غیرقانوني دي او حکومت یې لا د مخنيوي لپاره اقدام نه دی کړی.

چارواکو او د ترانسپورټ خاوندانو د ترانسپورټ په برخه کې د پراخ فساد شتون، د قوانیونو او تګلارو زوړوالی او د بنسټونو او ځمکنيو لارو د کيفيت خرابوالی د ځمکني ترانسپورت پر وړاندې سترې ننګونې بولي.

په افغانستان کې د کلونو جګړو او بې ثباتۍ د ترانسپورت دولتي بنسټونه او سیستمونه نژدې په بشپړه توګه له منځه وړي.

اوس ۹۸ سلنه ځمکنی ترانسپورت خصوصي سکتور ته ور پاتې دی. خو طلامحمد اتمانزی د خصوصي سکتور چلوونکو یو استازی وايي د حکومت په نامه ګڼو شوکو دوی پزې ته راوستي دي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو د خونې مرستيال يونس مهمند وویل هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ښارونو، بندرونو او لویو لارو کې د قانوني دولتي مالياتو په نامه له باروړونکو ګاډو لسګونه زره افغانۍ په زور اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په مقابل کې يې هېڅ ډول خدمات او ملاتړ نه وړاندې کېږي.

د ښاغلي مهمند په وينا په دې سربېره له درې سوه په ډېرو ځایونو کې د حکومت په نامه له دوه سوه تر پنځه زره افغانيو پورې له هر ګاډي څخه په زور اخيستل کېږي:

د تلې په نامه په زوره اخیستل کېدونکې پیسې چې په لویو لارو کې اخيستل کېږي: له هراته تر کابله د تلې په نامه ۹۰۰۰ افغانۍ، هرات – کندهار ۷۰۰۰ افغانۍ، د میدان ښار تلې له پنځو تر اوو زرو افغانۍ، په تورخم کې د فواید عامې وزارت تله لس زره افغانۍ، په سرخکان کې له هر ګاډي نهه زره افغانۍ، په پلچرخي کې د مېوو او سبزيجاتو له ګاډو لس زره افغانۍ. د هرات ولايت په ګمرک کې د فواید عامې تله ۷۵۰ افغانۍ اخلي. ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *