یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان په ختيځ کې د ولسي پاڅونوالو مشر په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی

د افغانستان په ختيځ کې د ولسي پاڅونوالو مشر په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی

د ننګرهار ولایت اړوند د پچير اګام ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو مشر په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی. نوموړی داسې مهال نښه کېږي، چې ويل کېږي په ياده ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتې زياتې شوي دي.

ځايي خلک وايي یوازې ولسي پاڅونوال دي چې کولای شي خپل کلي او ولسونه د ترهګرو ډلو له ګواښه خوندي کړي. دوی وايي په ولسواليو کې همدا ولسي پاڅونوال دي چې د ترهګرو ډلو مخه يې نيولې.

قومي مشران وايي ترهګرې ډلې او د هغوی روزونکي لومړی هغه ولسي مشران له منځه وړي چې د دوی د فعاليتونو خنډ دي، قومي مشر داور خاون ټرايبل نيوز ته وويل: (( هغه قومي مشران او د ولسي پاڅونوالو قوماندانان چې کولای شي ولسونه د ترهګرو پر ضد راپورته کړي، هغوی وژل کېږي)).

نوموړی وايي تر دې وړاندې پاکستان سره په نامنل شوې پوله باندې سرحدي ولسواليو کې هغه قومي مشران او مخور په زيات شمېر کې د ترهګرو لخوا نښه شول چې خلکو يې خبره اورېدله.

سیمه ايز چارواکي وايي دپچیراګام دسیمه ییزو پاڅوانوالو مشر ملک جان محمد په موټر باندې دپاس پچیر په غونډه خیلو سیمه کی چاودنه شوې، چې له امله يې هغه وژل شوی او درې ساتونکي يې ژوبل دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي وویل په ياده  پېښه کې ملک جان محمد  وژل شوی، درې ساتوونکي، يوه ماشومه نجلۍ او دوه نور ملکيان ټپيان شوي دي.

د دې پېښې مسولیت تر دي دمه کومې وسله والي ډلي نه دي منلي.

ولسي پاڅونوال د دولتي ځواکونو او محلي پوليسو په چوکاټ کې نه دي، د ځایي خلکو په وينا دوی حالاتو مجبور کړي چې د خپلو سيمو ساتنه وکړي. د پچير اګام یو تن ولسي پاڅونکونکي وويل: (موږ په خپلو سيمو کې په امن نه يو، وسله والې ډلې زموږ له سيمو د جنګ مرکزونه جوړوي، حکومت مو غم نه کوي، نو مجبور يو چې د خپلو کلیو او بانډو نه ساتنه وکړو).

نوموړي وويل، تر اوسه ورته هېڅ ډول امکانات نه دي ورکړل شوي او په خپلو شخصی وسلو او امکاناتو د خپلو سیمو نه ساتنه کوي.

په ځينو ولسواليو کې ولسي مشرانو د ولسونو په مرسته او د ولسي پاڅونوالو پر مټ امن راوړی، دوی د خپل منځي جرګو له مخې داسې نرخونه جوړ کړي، چې څوک نه شی کولای به کلیو کې د وسله والو مرسته وکړي. هغه کليوال چې وسله والو ته شپې ورکوي او هغوی ته لارې ګودري سموي، دوی يې کورونه سوځوي او جرمانې ترې اخلي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: