یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په افغان جګړه کې تر ټولو زياته مرګ ژوبله ځوانانو ته اوړي

په افغان جګړه کې تر ټولو زياته مرګ ژوبله ځوانانو ته اوړي

په افغانستان کې د جګړې په ښکېلو خواوو کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ځوانانو ته اوړي. د رسنیو د معلوماتو له مخې په ښکېلو اړخونو کې د جګړې ۹۵ انساني ځواک ځوانان جوړوي. دې ډله کې تر ډېره د ۱۶ او ۳۵ کلونو تر منځ کسان شامل دي. د ملګرو ملتونو راپور بیا وايي، چې په افغان جګړه کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله هم ځوانانو ته اوړي. د سرچینې په وینا یوازې په تېر کال کې له ښکېلو اړخونو نږدې ۳۰زره کسان وژل شوي دي، چې ډېره برخه یې ځوانان دي. روان میلادي کال بیا تر دې دمه یوازې له افغان ځواکونو ۲۵۰۰ کسان وژل شوي چې په دې کې هم ستره برخه ځوانان جوړوي. ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې دې د ستونزې د حل چارې تر ډېره ځوانانو ته وسپارل شي او دوی ته دې اجازه ورکړل شي چې د یو بل خبرې واورې او د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

خو د خلکو په وينا دلته خبره پل ډول ده. دلته يواځې دا نه چې ځوانان د جنګ ليکو ته په تللو هڅول کېږي، زيات شمېر تنکي ځوانان او ماشومان د دې لپاره د ګاونډيو ملکونو کۍ روزل کېږي چې د روان جنګ د دوام لپاره ترې کار واخيستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *