جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان په شمال کې د داعش فعالیتونه مخ په زیاتیدو دي

د افغانستان په شمال کې د داعش فعالیتونه مخ په زیاتیدو دي

د افغانستان د اجرائيه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، چې تازه یې د دغه هیواد له شمالي ولایتونو څخه لیدنه کړې وايي، په دغه زون کې بهرنيو جنګیاليو د داعش د بیرغ لاندې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

ښاغلي محقق چې د چهارشنبې په ورځ یې د ‘مهاجرت فرصتونو او ننګونو’ په درېیم علمي سیمینار کې وینا کوله وویل، د فاریاب، سرپُل او جوزجان ولایتونو په یو شمیر ولسوالیو کې د داعش وسله‌والو حضور مخ په زیاتیدو دی.

هغه وویل “هلته بهرني جنګیالي دي، له ازبکستان څخه نیولې تر چیچین، د منځنۍ آسیا تر نورو هیوادونو، هلته حضور لري او هره ورځ یې د کار او فعالیت سیمه پراخیږي”.

د اجرائيه ریاست دویم مرستیال، په شمال کې د داعش د حضور پراختیا د اندیښنې وړ وباله او زیاته یې کړه، په دغو سیمو کې د داعش د جنګیالیو مخ په زیاتیدونکي حضور له امله، د سیمې د اوسیدونکو لویه برخه د خپلو سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي.

له دې مخکې د افغانستان د دفاع وزارت په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د داعش حضور تائيد کړی وو، خو دغه وزارت ټینګار کوي، چې په هر ځای کې د داعش ډله سر راپورته کړي، ځپل کیږي.

د جوزجان، فاریاب او سرپل سیمه‌ییزو چارواکو هم د دغو ولایتونو په یو شمیر ولسوالیو کې د داعش موجودیت تائيد کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: