د افغانستان په ننګرهار کې چارواکي وايي، درې ځانمرګي بریدګر یې ونیول چې غوښتل یې په جلال اباد ښار کې موټر بم چاودنه او ډله ییز ځانمرګی برید وکړي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر اعلامیه وايي، دا بریدګر د ملي امنیت کسانود جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې ونیول.
په اعلامیه کې د نیول شویو کسانو نومونه هم ښودل شوي دي:
“عبیدالله د کندهار، سید ابرار د لغمان او نصیب الله د کوټې د چمن اصلي اوسیدونکي دي”.
د اعلامیي له مخي دي کسانو د ډیورنډ کر “غېړنې” کرښې اخوا څخه یې د برید پلان جوړ کړی و.
“دوی غوښتل چې د کرولا ډوله موټر په وسیله چاودنه وکړي او وروسته د ځانمرګو بریدګرو له لورې تروریستي جګړه وشي، خو خوشبختانه د ملي امنیت زړورو منسوبینو له لورې ونیول شول” .