د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، د اچین ولسوالۍ په مامند، څپرې، نرګوسه او یو شمېر نورو سیمو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۵ د داعش وسله وال او یو ملکي وګړی وژل شوي او یو شمېر نور داعش وسله وال ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي د پنځلسو داعشي وسله والو د وژنې خبره داسې مهال کوي، چې له تېرې دوو اوونیو راهیسې د ننګرهار په خوږیاڼیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې خبره کوي.
د ننګرهار امنیتي چارواکو تراوسه په خوږیاڼیو ولسوالۍ هېڅ مداخله نه ده کړې او د داعشیانو مقاومت یوازې طالبان کوي.
د دغو نښتو له امله د خوږیاڼیو ولسوالۍ سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او سلګونه کلي له خلکو خالي شوي دي.