دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان په هرات کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
In this picture take on Friday, May 27, 2016, members of a breakaway faction of the Taliban fighters walk during a gathering in Shindand district of Herat province, Afghanistan. A senior leader of a breakaway faction of the Taliban faction says they support peace talks to end Afghanistan’s 40 years of conflict. Mullah Abdul Manan Niazi says they have no faith in either the Kabul government or the current four-country peace talks process. (AP Photos/Allauddin Khan)

د افغانستان په هرات کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هرات ولايت کې چارواکي وايي، د پوځي عملياتو له کبله ٧٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان شوي دي.

د والي وياند وايي، دغو وسله والو طالبانو ته د “عزم خالد ٢١” په نوم په هغو پوځي عملياتو کې مرګ ژوبله اوښتې چې په شيندڼد ولسوالۍ کې له لسو ورځو راهيسې روان دي.

جېلاني فرهاد نن دوشنبه ازادي وويل: “دغه پوځي عمليات لږ تر لږه د سلو وسله والو طالبانو د وژلو يا هم ټپي کېدو سبب شوي. دوه هاموې ټانک، دوه عرادې رنجر او څلور نور سراچه ډول موټرونه په کومانډويي او هوايي عملياتو کې له منځه تللي دي.”

د هرات د والي وياند وايي، دغو پوځي عملياتو په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو جنګي ماشين کمزورى کړى او د هغوى د تصميم نيونې او پلان جوړونې مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په هرات کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تبصره نه ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *