دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان په کندوز کې امريکايانو د بريد پر مهال نوې وسلې کارولي

د افغانستان په کندوز کې امريکايانو د بريد پر مهال نوې وسلې کارولي

وروسته له هغه چې افغان او امریکایي ځواکونو د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اړوند په ۳ کليو سختې بمبارۍ وکړې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه ولسي وګړي ووژل نوي غبرګونونه راپارولي.
دا ځل روسیې له کابل څخه غوښتي چې په کندوز کې دې د ولسي وګړو پر مرګ ژوبله څیړنې وکړي او په پای کې دې نتایج اعلان کړي.
هغه مهال افغان حکومت او د ناټو ځواکونو په دې بمباریو کې د هیڅ ولسي وګړي وژل نه و منلي، او دښځو او ماشومانو په ګډون یې ټول په نښه شوي ولسي خلک وسلوال طالبان بللي و.
تر بمبارۍ یوه اونۍ وروسته یوناما د ۱۰ ولسي وګړو وژل او د ۲۰ ټپي کیدل ومنل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي ‹‹موږ په جدي توګه له افغان چارواکو، اود بشري حقوقو له سازمانونو غواړو چې د دې موضوع په هکله دې پوره او بې طرفه څیړنې ترسره کړي.
د خبرپاڼې ترمخه؛ هغه کسان چې په دې کار کې تورن و بلل شي باید پوښتنه ترې وشي تر څو په راتلونکي کې ورته پیښې تکرار نه شي.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت له امریکا سره د شوي امنیتي تړون تر مخه نه شي کولی امریکایي جرایم تقبیح یا یې وغندي.
ګډحکومت په تیر کې د پیښو د غندلو پرځای د هغوی د څرنګوالي تحقیق کاو، خو د کندوز په وروستۍ پیښه کې یې دا چاره هم ونه کړه.
دا لمړی ځل دی چې افغان حکومت ته دې یو بهرنی هیواد د خپلو ملکيانو په مرګ ژوبله د تحقیقاتو امر کوي چې ځینې شنونکي یې د پیغور وړ خبره بولي .
په ملي شورا کې د کندوز استازیو او د هغه ولایت د ولایتي شورا غړیو هغه مهال ویلي و، چې په دې بمبارۍ کې شاوخوا ۶۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او په وینا یې چې امریکایانو په دې بمبارۍ کې نوې وسلې کارولې وې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: