د کرکټ د نړیوالې ادارې (ايي سي سي) د انټرکانټینېنټل کپ په سیالیو کې چې په عربي متحده اماراتو کې روانې دي، افغانستان دا مهال له ١٠١ پوائنټونو سره له ټولو مخکې دی.
پدغه کتار کې نیوزیلنډ د ٨٩ پوائنټونو سره دوهم نمر راځي او نیدرلېنډ له ٥٢ پوائنټونو سره په دریم نمبر کې دی.
د افغانستان کرکټ ډلې کپتان اصغر ستانکزی وايي، مقصد مو دا کپ گټل دي او دې لپاره مو د تیر یوکال نه تیاری کړی.
د افغانستان لوبډلې په ښه ځلېدو کښې د بالرانو هم غټ لاس دی، او د دوي اتلس کلن بالر ظاهر خان په دې کپ کې د دوه سوه نوي رنزونو په بدل ٩.٦٦ اېورج سره دېرش وېکټې اخېستې دي.
ظاهر خان د افغانستان نورلس کالو نه کم لوبغاړو کرکټ لوبدله کښې هم تیر کال لوبیدلې و.
د روان کال اگست میاشت په لسمه نېټه، بند امیر سیمه کې غازي امان الله یو ورځني ټورنامنټ نه ظاهر خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته وټاکل شو.
د بل لوبغاړي کریم جنت سره په گډه ده په دغه ټورنامنټ کښې دولس لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ ډلې پوهان پدې باور دي چې افغانستان د خپلې ښې لوبې له امله کیدلې شي چې په کال ٢٠١٩ کې په انگلېنډ کې کیدونکي نړیوال کپ په سیالیو کې برخه ترلاسه کړي.
د کرکټ پدغو یو ورځنيو سیالیو کې اته غټ هیوادونه لکه کوربه انگلېنډ، آسټرېلیا، هند، نیوزي لېنډ، سویلي افریقا، پاکستان، بنگله دېش او سری لنکا له وړاندې نه د نړیوال کپ مقابلو کې برخې لپاره نومول شوې دي.
د دې اته لوبډلو سربیره به دوه نور هیوادونه هم و نومول شي چې په پاتې ډلو کې د آخر درجه بندی پورې په نهم نمبر وېسټ انډیز او په لسم نمبر افغانستان داسې دوه د کرکټ ډلې دي چې کیدای شي ونومول شي.
د تیر نومبر په میاشت کې د نولس کالو نه کم عمره د کرکټ لوبغاړو نړیوال کپ سیالیو په فاینل کښې افغانستان پاکستان ته هم ماته ورکړې وه.