پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان ګاونډیان قاچاق اندیښمن کړي

د افغانستان ګاونډیان قاچاق اندیښمن کړي

د ایران، پاکستان او تاجکستان هېوادونو استازو د کابل په کوربتوب د یوې غونډې په ترڅ کې  اندېښنه وښوده، چې د افغانستان د نشه يي توکو له درکه سخت دریځې ډلې ډېرې پيسې را ټولوي او د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

د تاجکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې رييس سیف الله ظفر زاده وایي، چې قاچاق کوونکي له سرحدي پولیسو سره جوړجاړی کوي او تاجکستان ته نشه يي توکي لیږدوي.

دغه راز د پاکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې مسوول محمد بشارت طاهر ملک پر نړیوالو نیوکه کوي، چې له نشه يي توکو سره مبارزې ته جدي نه دي.

هغه زیاته کړې، چې ټول پرمختللي هېوادونه د نشه يي توکو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. دوی باید د نشه يي توکو لپاره غوښتنه راکمه کړي، چې ونه کرل شي.

د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وايي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره سیمه ییزه طرحه جوړه او دغه طرحه د منځنۍ آسیا دولس هېوادونو له استازیو سره شریکه شوې ده.

هغه زیاتوي؛ افغانستان غواړي د سیمې له هېوادونو سره په ګډه دغه ستونزه حل کړي.

هغې دا هم په ډاګه کړه، چې ۹۳ په سلو کې نشه يي توکي په ناامنو ولایتونو کې تولیدیږي.

په غونډه کې ګډونوالو له نشه یي توکو سره د ګډې مبارزې ټینګار څرګند کړ او ومنل شوه، چې له دغو توکو سره له مبارزې پرته په سیمه کې سوله او ثبات ناشونی دی.

خو کاروپوهان وايي ترهګرې ډلې يوازې د نشه يي توکو پيسې نه، بلکې هغه په زياته اندازه پيسې يې پياوړې کوي، چې د ګاونډيو ملکونو په ګډون د نړۍ د ځينو نورو هيوادونو لخوا وسله والو ته د جنګ لپاره ورکول کېږي. دوی وايي وسله والو ته وسلې او نور جنګي تجهيزات هم هغه څه دي، چې له بهر ملکو دوی ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: