یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغان ځواکونو کنټرول نه بهر سيمو ته وسله وال له کومه راځي؟

د افغان ځواکونو کنټرول نه بهر سيمو ته وسله وال له کومه راځي؟

پاکستاني چارواکي وايي دا مهال د افغان ځواکونو د کنټرول نه بهر سيمو کې د داعش په ګډون زيات شمېر وسله والو ډلو په خپلو کې سيالۍ شروع کړي او سيمې ته يې ګواښ پيښ کړی دی، خو دسياسي کارپوهانو په وينا لومړی خو دا اندازه کول په ورځنيو جګړو کې ګرانه وي، چې څومره خاوره دوسله والو لاس لاندې ده او په څومره خاوره د دولتي ځواکونو کنټرول دی؟

کارپوهان وايي دا اندازه کول هم ګران دی، چې څومره وسله وال د افغانستان داخلي ډلې دي او څومره شمېر وسله وال د بهر نه رالېږل شوي او مجهر شوي دي؟

دوی وايي پاکستان د خپل بام وارې د نورو په خونو وراچوي، ځکه څومره خاوره چې دا وخت په افغانستان کې د وسله والو لاس کې ده، زياتو وسله والو ډلو سره دپاکستان همکاري ده.

دوی وايي د افغان ځواکونو تر کنټرول وتلو سيمو ته وسله وال د پاکستان نه راځي او د پاکستان نه ورسره د وسلو او مهماتو مرسته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: