سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د القاعده د وژل شوي مشر، اسامه بن لادن په اړه د پاکستان تازه څرګندونې

د القاعده د وژل شوي مشر، اسامه بن لادن په اړه د پاکستان تازه څرګندونې

د پاکستان پوځ د استخباراتو اداره (آی-اس-آی) ادعا کوي چې د القاعده پخواني مشر اسامه لادن په پاکستان کې د یو شمېر مهمو سیاسي مشرانو د ترور په لټه کې و او په همدې خاطر په ۲۰۰۷ میلادي کال کې افغانستان ته تللی و.

ځایي رسنیو د پاکستان پوځ د استخباراتو ادارې د یوې نوې راپور په حواله لیکلي، چې اسامه بن لادن د ۲۰۰۷ میلادي په ډسمبر میاشت کې د بې نظیر بټو په ترور کې په مستقیمه توګه لاس درلود.

په راپور کې دا هم راغلي چې اسامه بن لادن غوښتل چې د پاکستان یو شمېر نور سیاسي مشران هم ترور کړي، چې په کې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف او د پاکستان د علماوو مشر مولوي فضل الرحمن هم شامل وو.

د راپور پر اساس، د پاکستان پوځ د استخباراتو اداره د اسامه بن لادن د پلانونو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته هم خبرداری ورکړی وه.

د پاکستان پوځ استخباراتو ادعا کوي چې د دغو کسانو د وژلو لپاره یوه پاکستاني وګړی چې موسی طارق نومیده د اسامه له خوا په دنده ګمارل شوی و ترڅو د بریدونو لپاره چاودیدونکي توکې برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د بې نظیر بټو د ترور د قضیې په هکله داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې ګواکې د بټو د ترور په قضیه کې مشرف هم لاس درلود.

د القاعده ترهګرې شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: