یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د الوتکې په لوېدو کې ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د الوتکې په لوېدو کې ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

ناټو ځواکونه وايي چې په لوګر کې یې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غوڅ ملاتړ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه لوېدلې، چې په پېښه کې یو امریکایی عسکر وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي. غوڅ ملاتړ وايي چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې ده او د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ګواکي الوتکه دوی ويشتلې ده. د لوګر والي حلیم فدايي بیا وايي چې الوتکې په خرورا ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه او وروسته له یوې ونې سره جنګېدلې او لوېدلې ده. وسله وال طالبان ادعا کوي چې په لوګر کې یې د بهرنیو ځواکونو یوه نظامي الوتکه وېشتلې ده چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: